Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نوماند وزیرانو پایښت لپاره د رولا غني څرګندونو په اړه غبرګونونه

د پوهنې او ښځو چارو وزارت د سرپرستانو په توګه د ښځینه نوماند وزیرانو د پایښت په هکله د هېواد د لومړۍ مېرمنې رولاغني وروستۍ څرګندونې له غبرګونونو سره مخ شوې دي.

د هېواد لومړۍ مېرمن له آزادي راډیو سره په یوې مرکه کې د پوهنې او ښځو چارو وزارتونو د نوماند وزیرانو د ردېدو په غبرګون کې وایي چې پارلمان د رایو د پېر او پلور پرځای بدل شوی دی او که ولسي جرګه وغواړي او ونه غواړي د ولسي جرګې له لوري د پوهنې او ښځو چاروز رد شوې نوماند وزیرانې به خپل کار ته دوام ورکړي:«هغوی به وي! پارلمان ووايي (تایید کړي) یا ونه وايي (تایید نه کړي). خو د دې ښودنه کوي چې هغوی (د ولسي جرګې غړي) په خپل کار کې وارد نه دي.»

د ولسي جرګې ځينې غړي د رولاغني پر دا ډول څرګندونو له نیوکې سره وايي چې دا څرګندونې د ملت کور ته سپکاوی دی او د دموکراسۍ او جمهوریت له ارزښتونو سره په ټکر کې دي. 

د ولسي جرګې غړی فکوري بهشتي وویل:«په څرګنده او علني توګه د ملت کور او اساسي قانون ته سپکاوی دی.»

د ولسي جرګې د تقنین د برخې رییس د نوماند وزیرانو رد یا تایید د دغه بنسټ له واکونو بولي او ټینګار کوي چې که حکومت په تېره بیا سرپرست وزیران قانون ته غاړه کېنږدي، ولسي جرګه به سرپرست وزیران د بې پروایۍ له امله څارنوالۍ ته معرفي کړي او  د دغو ادارو بودیجه به هم ونه مني:«رولا غني کوم سیاسي رول نه لري.»

د ولسي جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وايي:«باید دا ټول څرګندونو ته چې دا ډول د قانون په خلاف دي»

مېرمن غني له ازادي راډیو سره په مرکه کې د  لنډمهالي حکومت جوړېدل د اساسي قانون پرخلاف بولي خو پارلمان چې د اساسي  قانون یوه لویه برخه ده؛ له پوښتنې سره مخ کوي.

د افغانستان د ملي پېوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني وویل:«دیکټاټوري ده چې د هغه مرجع له ریاست جمهوریته پیلېږي. اوس د ولسمشر مېرمن له دې پرته چې حقوقي او قانوني مرجع ولري، خبرې وي.»

په داسې حال کې چې رولا غني په وروستیو پنځو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د مثبت بدلون خبره کوي، خود ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وایي چې په وروستیو پنځو کلونو کې وضعیت د تېرو کلونو په پرتله خراب شوی دی. 

ولسي جرګې د کابینې له پنځه ویشتو غړو نه شلو تنو ته د باور رایه ورکړه، خو درېیو نوماند وزیرانو او د افغانستان بانک رییس ته یې د باور رایه ورنه کړه.
 
شریک یي کړئ