Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل د تېرې ورځې برید د قربانیانو شمېر ۱۰ تنو ته لوړ شو

د ولسمشر لومړي مرستیال امراالله صالح نن سهار (دوشنبې د مرغومې په لومړۍ نېټه) وویل چې تېره ورځ کابل کې د ولسي جرګې د غړي خان محمد وردګ د موترو پر کاروان د برید په پایله کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۵۲ تنه نور پټيان شوي دي.

د پولیسو چارواکي وايی چې دغه چاودنه تېره ورځ سهار د کابل ښار د پنځمې حوزې په سپین کلي سیمه کې رامنځته شوه چې په پایله کې یې د ښاغلي وردګ درې موټر او ځينې نورو موټرو اور واخیست.

په دغې پېښه کې یوه څو پوړلیزې ودانۍ او څو هټیو هم زیان لیدلی دی.

د خان محمد وردګ خپلوان وايي چې ښاغلی وردګ په دغې پېښه کې ټپي شوی دی.

تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

له دې سره هم مهاله په ننګرهار، هلمند، بلخ او بدخشان ولایتونه هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د چاودنو شاهد وو. 

شریک یي کړئ