Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د فیفا اجرايي رییس کابل کې د ناپېژانده وسله والو له خوا ووژل شو

د فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرايي رییس یوسف رشید نن سهار (چهارشنبې د مرغومې په ۳مه) کابل کې د ناپېژانده وسله والو په برید کې ووژل شو.

د ښاغلي رشید ورور عبدالباقي رشید وايي چې هغه او چلوونکی یې نن سهار د ۸:۴۵ دقیقې د کابل ښار د اومې حوزې په اړوند ټني کوټ سیمه کې د نابېژانده وسله والو له خوا وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې ښاغلی رشید او چلوونکی یې د درملنې لپاره د ایمرجنسي روغتون ته ولېږدول شول، خو هغه ساه ورکړې وه.

له دغه برید څو ساعته وروسته، د ښاغلي رشید د چلوونکي سمیع د کورنیو غړو هم تایید کړه چې هغه هم په روغتون کې ساه ورکړه.

د کابل پولیسو هم د ښاغلي رشید د وژل کېدو پخلی کړی دی.

یوسف رشید د دې ترڅنګ چې د افغانستان د ازاده او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرايي رییس و، د مدني ټولنې یو له مشهورو فعالانو و.

تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې د ښاغلي رشید ترور غندلی او زیاته کړې یې ده:«هغه د خپل عمر ډېر کلونه د ولسوالۍ د بنسټيزه کېدو او د ټاکنیزو چارو د روڼتیا لپاره تېر کړي دي.»

خبرپاڼه کې کاږل شوي دي:«چې ولسمشر غني او امنیتي بنسټونه د دغې ترهګریزې پېښې د عاملانو د پېژندلو او هغوی ته د سزا ورکولو لپاره لارښونه کړې ده.»

بلخوا په کابل کې د امریکا سفارت چارسمبالی راس ویلسن د ښاغلي رشید د وژل کېدو په هکله په یوه پيغام کې ویلي چې هغه په افغانستان کې د ډموکراسۍ مدافع او سرښندونکی و.

ښاغلی ویلسن زیاتوي چې امریکا د هغه ترور غندي او وايي چې هغه«کلونه په نه ستړي کېدونکي ټول د افغانستان د ازادو او رڼو ټاکنو د ډاډ لپاره هڅې کړې دي. او د هغه مړینه د هغه د کورنۍ او ملګرو او ملت لپاره ستره تشه ده.»

ښاغلی رشید او چلوونکی یې نن سهار د ۸:۴۵ دقیقې د کابل ښار د اومې حوزې په اړوند ټني کوټ سیمه کې د نابېژانده وسله والو له خوا وژل شوي دي.

شریک یي کړئ