Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پکتیا کې د ولسي پاڅون کوونکو دوه تنه ځواکونه وژل شوي

د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ سرپرست لطف الله کامرن نن (یکشنبې، د مرغومې په ۷مه) وویل چې په دغه ولایت کې د یوه وسله وال برید په پایله کې د ولسي پاڅون کوونکو دوه تنه ځواکونه وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

لطف الله کامران په دې اړه زیاته کړه تېره ورځ د دغه ولایت د مرکز ګردیز ښار په باغکي سیمه کې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې بریدګرو له چادري څخه په استفادې پر دغو ځواکونو ډزې وکړې.

کامران دغه پېښه د طالبانو کار بولي؛ خو طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

هغه د دغې پېښې په هکله نور جزیات نه دي وړاندې کړي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه