Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

‌‌'د دهراوود ولسوالۍ د پخواني امنیه قومندان له مړي سر غوڅ شوی'

د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ د مخکني امنیه قومندان شاه محمد شاه کورنۍ ادعا کوي چي طالبانو د هغه مړی له قبر څخه ایستلی او سر يې ترې غوڅ کړی دی.

د شاه محمد د کورنۍ غړي وايي د طالبانو یاده کړنه د اسلامي اصولو خلاف او بشري حقونو سره په ټکر ده.

دوی وايي د شاه محمد د کورنۍ ۳۲ تنه په وروستیو کلنو کي د طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي. او اوس د نوموړي ورور د هغه ځای ناستی او د دهراوود ولسوالۍ امنیه قومندان دی.

خو طالبان د یادې کورنۍ هغه ادعا چې د شاه محمد جسد ته يي سپکاوی کړی دی ردوي.

هغه انځورونه دي چې اووه میاشتې وړاندې د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ د امنیه قومندان شاه محمد شاه جنازه لیدل کېږي چې خاورو ته سپارل کېږي.

عزت الله اغا د شاه محمد خوریی د طالبانو له لوري د خپل ماما جسد ته د سپکاوي په اړه داسي وايي:«قومندان شاه څو میاشتي وړاندي په یو وسله وال برید کې په ترینکوټ ښار کې ووژل شو، هغه موږ د نوموړي په پلرني ټاټوبي کي خاورو ته وسپاره خو د څو میاشتو په تېرېدو سره تېره پنجشنبي طالبانو د هغه جسد له قبر څخه ایستلی دی او د هغه له جسد څخه يي سر پري کړی دی. موږ ته خلګو وویل چي هغه اوس هم همداسي تازه و.»

د شاه محمد ورور چې اوس د نوموړي ځای ناسته او د دهراوود ولسوالۍ امنیه قومندان دی وايي د کورنۍ ۳۲ غړي یې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.او د کورنۍ پاتې غړي به هم د شاه محمد لارې ته دوام ورکړي.

د دهراوود ولسوالۍ امنیه قومندان او د شاه محمد ورور جان محمد کریمي وايي:«شاه محمد شاه زما ورور دی یو ځل خو هغه ترور شو، بیا نو طالبانو د خپلو بهرنیو بادارانو په لمسون له قبر څخه وایست او له هغه څخه يي سر پرې کړی دی موږ د خپل کورنۍ څخه ۳۲ تنه غړي له طالبانو سره په جګړه کې له لاسه ورکړي دي، خو اوس د حکومت د بې غورۍ له امله سخت اندېښمن یوو.»

هغه څه چي د شاه محمد جسد ته سپکاوی ګڼل کېږي د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې هم پرې نیوکه وشوه.

د مشرانو جرګي غړی امان الله عظمي وايي:«طالبانو د شاه محمد شاه جسد له څو میاشتو وروسته په رایستلو او د هغه سر له تن څخه په غوڅ کولو سره وښودل چې هغوی ظالمان دي او په راتلوونکي کې باید د داسې پېښو مخنیوی وشي.»

خو طالبان د شاه محمد له جسد څخه د هغه د سر پرې کولو په پېښه کې د خپلو جنګیالیو لاس لرل ردوي، او وايي چي شونې ده د دې پېښي علت شخصي دښمني وي.

د بشري خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري څرګندوي:«هغه پېښه چې څو ورځې وړاندي د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د طالبانو له لورې شوې ده، د ټولو اسلامي، انساني او حقوقي ارزښتونو خلاف عمل دی او موږ دا ډول پېښې په کلکه غندو.»

شاه محمد شاه په داسې حال کې چې دواړه سترګې يې هم په ماین چاودنه کې له لاسه ورکړې وې د پنځه کالو لپاره د دهراوود ولسوالۍ امنیه قومندان و. نوموړی د پولیسو یو له پیاړو قومندانانو څخه شمېرل کېده چې د ارزګان د مهمې ولسوالی دهراوود ساتنه يې په غاړه وه. شاه محمد اووه میاشتي وړاندي په ترینکوټ ښار کې په یو وسله وال برید کې ووژل شو.

د شاه محمد د کورنۍ غړي وايي د طالبانو یاده کړنه د اسلامي اصولو خلاف او بشري حقونو سره په ټکر ده. خو طالبان د یادې کورنۍ هغه ادعا چې د شاه محمد جسد ته يي سپکاوی کړی دی ردوي.

شریک یي کړئ