د فراه ځايي چارواکو نن دوشنبې (د مرغومې په ۸مه) وویل چې طالبانو تېره شپه له چاودېدونکو توکو ډک موتر ته د دغه ولایت د انادر درې ولسوالۍ امنیه قومندانۍ مخې ته چاودنه ورکړه چې په پایله کې یې د امنیتي ځواکونو یو تن وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
د فراه والي تاج محمد جاهد وايي چې له دغې چاودنې وروسته، طالبانو د انار درې ولسوالۍ پر مرکز پراخ بریدونه کړي دي.
د هغه په وینا، د طالبانو په دغو بریدونو کې د امنیتي ځواکونو یو تن وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
هغه ادعا کوي چې په دغو نښتو او د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
په فراه کې ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت پر انار درې ولسوالۍ د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي دي او اوس د دغې ولسوالۍ امنیتي وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.