Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: پر خبریالانو او د مدني ټولنې پر غړو برید پر یوه نسل برید دی

ولسمشر غني پر خبریالانو او د مدني ټولنې پر غړو برید پر یوه نسل برید او د ثبات د له منځه وړلو او د ځوان نسل د ناهیلي کولو لپاره هڅه ګڼي.

ولسمشر غني دا څرګندونې د کابینې په غونډه کې وکړې.

ولسمشر اشرف غني وویل:«هغه بریدونه چې شوي دي، څه په سیاوش، یوسف رشید، ملالۍ، الیاس داعي، رحمت الله نېکزاد، فرشتې کوهستاني، فاطمې خلیل، د څرخي پله ډاکټرانو او زمو پر ټولو همکارانو، پر یوه نسل برید دی! زموږ پر ټولو ارزښتونو برید دی، زموږ پر زړه برید دی.»
 
بلخوا تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت د مرکزي بانک د کارکوونکو په موټر کې د ماین چاودنې په تړاو د درې تنو له نیول کېدو خبر ورکړ. 

بل خوا د یما سیاوش کورنۍ په یوې اعلامیه کې یو ځل بیا د دې چاودنې په تړاو د امینتي کمرو د تصویرونو او د په نښه شوي موټر د جي پي اس دستګاه د معلوماتو په ګډون د دې پېښې د شواهدو د خپرېدو غوښتنه کوي.

د سیاوش کورنۍ وايي چې د دغې پېښې په هکله هر ډول معلومات د یوې مسلکي او بې طرفې نړیوالې ډلې له تایید وروسته د هغوی لپاره به د باور وړ وي.

د ولسي جرګې غړی علي ‌اکبر جمشیدي وايي:«د دې په څېر چې په ځينو څلور لارو کې یې د ځینو تورنو عکسونه لګولي وو، دوی هم په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې څرګند کړي او د دوی پېژاند ښکاره کړي، او د دوی اړیکې چې دوی په چا پورې تړاو لري؟»

د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن هم وايي:«هغه کسان چې نیسي، تر هغې چې محکمه یې، څېړنه یې، علني نه کړي، دا د افغانستان د خلکو لپاره دروغ دي که صالح وي او یا د کابل امنیه قومندان وي یا هر بل کس، کورنیو چارو وزیر وي، یوازې ونیول څو موده وروسته حتماً ازادوي یې.»

په هېواد کې په تېرو نږدې دوو میاشتو کې د خبریالانو او د مدني ټولنې د فعالانو پلان شوې وژنې له ډېرو غبرګونونو سره مخ شوې دي او په دې لړ کې هغه څه چې د دغو پېښو په تړاو د حکومتي ادارو د کافي معلوماتو نه ورکول بلل کېږي؛ له نیوکو سره مخ شوي دي.

د افغانستان بانک په موټر کې له چاودنې د دوو میاشتو په تېرېدو سره؛ د یکشنبې پر ورځ د کورنیو چارو وزارت د حکومت او رسنیو په ګډې غونډه کې د دې پېښې په تړاو د درېیو تنو د نیولو خبر ورکړ.

شریک یي کړئ