Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عامې روغتیا وزارت کې د اداري فساد په تور څلور تنه نیول شوي

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن (سې شنبې، د مرغومې په ۹مه) وايي چې دغه څلور تنه د عامې روغتیا وزارت له کارکوونکو د بډو اخیستو په تور، د لویې څارنوالۍ او ملي امنیت عمومي ریاست له خوا نیول شوي دي او له هغوی پلټنې روانې دي.

جمشید رسولي په دې اړه زیاته کړه چې دغو کسانو د دغه وزارت له کارکوونکو د بډ غوښتنه کړې وه.

ورته مهال طلوع نیوز ته سرچینې وايي چې د لومړنیو معلوماتو پربنسټ، د عامې روغتیا وزیر ورور، د تره زوی، د هغه یو سلاکار او د دغه وزارت د پروژو یو مسوول هغه څلور تنه دي چې نیول شوي دي.

د دغو سرچینو په وینا، دغه څلور تنه له هغې وروسته ونیول شول چې د عامې روغتیا وزارت د ځینو ولایتي رییسانو څخه غوښتي وو چې په میاشت کې ۷۰ تر ۸۰ زره ډالرو هغوی ته ورکړي.

سرچینې زیاتوي چې د عثماني ورور او د تره زوی په دغه وزارت کې رسمي دنده نه لرله، خو د هغه د نامه په استفادې سره د بډو غوښتنه کوله.

د عامې روغتیا وزارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه زیاته کړه چې دغو کسانو د دغه وزارت له کارکوونکو د بډ غوښتنه کړې وه.

شریک یي کړئ