د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالډ ټرمپ باوري دی چې چین افغانستان کې پر امریکايي سرتېرو د برید په موخه پیسې لګولې دي.
د سي ان ان راپور له مخې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي، د ډسمبر میاشتې په لومړیو کې یې داسې مالومات ترلاسه کړي چې ښیې، چین افغانستان کې پر امریکايي سرتېرو د برید په موخه غیردولتي کسانو ته پیسې ورکړې دي.
د سي ان ان راپور له مخې دا مالومات تر اوسه د یوې ادعا په کچه نه دي او تایید شوي.
په همدې حال کې د امریکا منتخب ولسمشر، جوبایډن ته یوه نېږدې کس په دې تړاو ویلي دي:«زموږ ډله تر هغې چې کولی شي، هڅه به وکړي ې د ټرمپ له حکومته د دغو ادعاو په تړاو مالومات ترلاسه کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې امریکايي چارواکو روسیه افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژنې په موخه د پیسو لګولو باندې تورنه کړې وه.
په دې وروستیو کې د هندوستان ټایمز ورځپاڼې افغانستان کې د چیني جاسوسانو د لس کس ییز ډلې له نیولو خبر ورکړی وه.
د یادې ورځپاڼې په خبره چې د افغانستان ملي امنیت ځواکونو کابل کې د چینايي جاسوسانو ډله نیولې، خو افغانستان کې رسمي سرچینو دا خبر تایید نکړ.