Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد له یوې سترې پوځي اډې د امریکايي ځواکونو وتل

په لوګر کې پوځي چارواکي وايي چې امریکايي ځواکونو، په دغه ولایت کې خپله تر ټولو ستره پوځي اډه پرېښې ده او اوس دا اډه د دولتي ځواکونو په واک کې ده.

په لوګر ولایت کې د اته کیلومټره اوږدوالي او درې کیلومټره سور په لرلو سره، د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لویه اډه چې له ۲۰۰۶ نر ۲۰۱۴ زیږدیز کاله شاوخوا ۱۸۰۰ پوځیان په کې دېره وو، اوس تش تور شوی دی.

په لوګر کې د ځایي چارواکو په وینا ؛ د امریکا اوطالبانو تر هوکړې مخکې هم په فاب شنک اډه کې شاوخوا ۶۰۰ ځانګړي امریکایي ځواکونو حضور درلود؛ خو له هوکړې وروسته دا شمېر ۳۰۰ تنو ته کم شو.

دا ۳۰۰ سرتېري هم بالاخره شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې له دې ځایه ولاړل او دا اډه یې افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارله.
 
د کومانډو د لمرکنډک قومندان خان‌آغا دلاور وویل:«زموږ د ګومانډویانو د ښوونې او روزنې په برخه کې له موږ سره کله ناکله مرسته کوله، نور دندې چې محاربوي وي له موږ سره نه لرلې، موږ په خپلواکه توګه خپلې دندې مخته بیلوې او پرمختګ مو کاوه.» 

د ملي اردو د څلورمې لوا قومندان سید یاسین سداد هم وايي:«دوی خپلې هوايي مرستې د بګرام له لارې موږ ته تنظیم وي او د کابل له لارې. ان شاالله چې په دې برخه کې به هم ستونزې رامنځته نه شي. موږ تل له هغوی سره په اړیکه کې یوو، هوايي ملاتړ کېږي.»

د لوګر ولایت اوسېدونکي د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په تړاو بېلابېل لید لوري لري.
 
د لوګر اوسېدونکي محمد سرور سرحدي وویل:«تمه ده چې د دغو ځواکونو له وتلو سره، په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او دغ وحشت او دهشت له منځه ولاړ شي.»

د لوګر اوسېدونکی محمد جواد شېرزاد هم څرګندوي:«په خپله دولتي ځواکونه باید همغږي وي، اردو، پولیس، امنیت که چېرې همغږي وي، ان شاالله چې کېږي، که چېرې داسې بې پروا وي فکر نه کوم.» 

د امریکا او طالبانو تر منځ شوې هوکړه کې راغلي دي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر باید د روانې زیږدیز کال په مۍ میاشت کې بشپړ شي، خو د امریکا د کانګرس د ملي دفاع اړوند لایحې له مخې، په افغانستان کې د دغو ځواکونو شمېر باید له څلور زرو تنو کم نه شي.

په دې لړ کې د امریکا د پوځ چارواکي په دې باور دي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په تړاو پرېکړه د دې لایحې له تصویب مخکې شوې ده.
 
 یوه امریکایي چارواکي په دې اړه ویلي:«امریکا متحده ایالتونه به له ټاکل شوې مودې مخکې - د جنورۍ پر پنځلسمه په افغانستان کې ۲۵۰۰ ته د امریکایي ځواکونو د حضور د کمېدو ټاکل شوي وخت ته پاملرنه وکړي.» 

بهرني ځواکونه په داسې وضعیت کې له لوګر ولایته وتلي دي چې له څو اوونیو راهیسې ؛ افغان ځواکونو ددغه ولایت د ځینو سیمو د امن کولو لپاره عملیات پېل کړي دي.

 لوګر د کابل په ګاونډ پروت هغه ولایت دی چې تل د نا امنیو شاهد پاتې شوی او امنیتي چارواکي په دې باور دي چې په کابل کې د ځينو شویو ترهګریزو پېښو جرړې په لوګر کې دي.

په لوګر ولایت کې د اته کیلومټره اوږدوالي او درې کیلومټره سور په لرلو سره، د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لویه اډه چې له ۲۰۰۶ نر ۲۰۱۴ زیږدیز کاله شاوخوا ۱۸۰۰ پوځیان په کې دېره وو.

شریک یي کړئ