Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شهراني ته نږدې کسان؛ د هغه محاکمه کېدل سیاسي اقدام ګڼي

د کانونو او پټرولیم پخواني وزیر وحیدالله شهراني چې د محکمې له خوا په ۱۳ میاشتو بند او یو نیم مېلیونو ډالرو په ورکړې محکوم شوی، هغه ته نږدې کسان ستره محکمه او لویه څارنوالۍ په سیاسي او سلیقه يي چلند تورن وي.

له دې ډلې وحید الله شهراني ته یو نږدې کس امیر محمد اخندزاده وايي چې هېڅ څارنوال له ښاغلي شهراني تحقیق نه دی کړی خو هغه په بند محکوم شوی دی. خو حکومت دا ادعا ردوي.
  
 وحیدالله شهراني ته نږدې کس امیر محمد آخندزاده وايي:«دا ناقص دی، یوه سیاسي پرېکړه ده. له سترې محکمې په ځانګړې توګه له قاضي القضات څخه د یوه افغان په توګه غواړم چې خپل عدالت د تل په څېر ثابت او خپلواکه وساتي.»

وحیدالله شهراني ته نږدې کسان وایي چې له دوو ورځو راهیسې د وحیدالله شهراني د برخلیک په تړاو معلومات نه لري او نه پوهېږي چې هغه چېرته بندي دی .

خو ستره محکمه او لویه څارنوالي وایي چې دغو ادارو د قانون له مخې عمل کړی دی .
 
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي:«د کانونو او پټرولیم پخوانی وزیر چې اوس د ځانګړې محکمې له خوا مجازات شوی،  د عدالت او انصاف په پام کې نیولو او د دفاع او سندونو د وړاندېک ولو لپاره کافي وخت له ورکړې سره هر اړخیزې څېړنې شوې دي او د څېړنې له بشپړتیا وروسته دوسیه د محاکماتو دوران ته تابع شوې ده.»

وحیدالله شهراني په هرات کې د سمنټو د یوې کارخونې او په دغه ولایت کې د ډبرو د سکرو د پهلوانانو د کان په تړون کې له خپلې دندې نه د ناوړه ګټې اخیستنې له امله مجرم پېژندل شوی دی؛ خو نوموړی وایي له دې پرته چې له ده تحقیق وشي؛ محکمې یې پر وړاندې پرېکړه کړې ده .
  
د روڼتیا د څار بنسټ څېړونکی ناصر تیموري هم وویل:«افغان حکومت له فاسد سره د مبارزې په برخه کې سرسري،سلیقه يي، سیاسي او دفتري چلند کړی دی.»

 وحیدالله شهراني د پخوانی ولسمشر حامد کرزي د کابیې وزیر و، نوموړي ته نږدې کسان وایي چې حکومت په ملي یوالي حکومت کې په لوی فساد کې ښکېل کسان محمکې ته نه راکاږي. خو  حکومت دا تور بې بنسټه بولي.

شریک یي کړئ