Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مذاکراتو دویم پړاو د پيل په درشل کې خلیل زاد دوحې ته ولاړ

د سولې مذاکراتو د دویم پړاو د پيل په درشل کې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی دوحې ته ولاړ.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټوېټر پاڼه لیکي چې تمه لري د مذاکراتو دغه پړاو د لمس وړ پایلې ولري. هغه زیاته کړې چې د سیمې نورو هېوادونو ته به هم ولاړ شي. 
 
ټاکل شوې ده چې د سولې مذاکراتو دویم پړاو سبا په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ پیل شي. د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی چې ټاکل شوې وه نن دوحې ته ولاړ شي، خو سرچینې وايي چې دغه پلاوی به نن شپه دوحې ته ولاړ شي.

خلیل زاد په خپل ټوېټر لیکلي دي چې دواړه لوري مرکچي پلاوي باید له واقعي مصالحې او ډېر ژر پر یوې سیاسي حل لارې له هوکړې سره د افغانستان د خلکو د ګټو په برخه کې عمل وکړي. 

ښاغلی خلیلزاد وايي چې د هدفي وژنو په ګډون د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو وړ نه ده.

د هغه په وینا، هغه کسان چې تاوتریخوالي ته لمن وهي غواړي چې د سولې بهیر او د هېواد راتلوونکی اغېزمن کړي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات چې د درې اوونیو لپاره ځنډول شوي وو سبا د مرغومې په ۱۶مه - بیا ځلې پېلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي ویلي وو چې د طالبانو لیدلوری د تېر په پرتله بدلون نه دی کړی.

له دې ټولو سره هغوی ټینګار کړی چې د سولې مذاکراتو په دویم پړاو کې ټاکل شوې د راتلوونکي نظام پر څرنګوالي بحث وشي - هغه نظام چې د هغوی په وینا دننه په افغانستان کې د هغه په اړه تراوسه اجماع نه ده رامنځه شوې.

د سولې مذاکراتو لومړي پړاو ۹۳ ورځې دوام وکړ اوس معلومه نه ده چې د مذاکراتو دویم پړاو به څومره وخت ونیسي.

شریک یي کړئ