Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملالې میوند د وژونکو د هویت پر نه روښانه کولو نیوکې

د یوې میاشتې په تېرېدو سره د وژل شوې خبریالې ملالې میوند قاتلینو هویت نه دی څرګند شوی.

په ننګرهار د خبریالانو خوندیتوب کمېټه وايي چې د ولایتي ادارو د ژمنو سربېره تراوسه د خبریالې ملالې میوند د نیول شوو قاتلینو د هویت په هکله معالومات نه دي شریک شوي. بلخوا د هېواد په ختیځ کې له طالبانو غواړي چې د خبریالانو وژلو په تړاو دې خپل دریځ روښانه کړي. 

په ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رییس شېر شاه همدرد وايي:«د ملالې د شهادت په تړاو له حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده، دغه دوه تنه قاتلین چې نیول شوي دي. د دوی کلپونه هم باید خپاره شي، او د خبریالانو د ملاتړ له بنسټونو سره دې هم دا موضوع شریکه شي.»

د ننګرهار خبریالان په وروستیو کې د خبریالانو په نښه کول اندېښمن کړي دي.
 
خبریال سفیر الله سیال وویل:«د افغان سولې له مرکچیانونه مو غوښتنه دا ده چې د خبریالانو موضوع هلته مطرحه کړي. د دوی په وړاندې کوم تاوتریخوالی چې زیات شوی دی دغې ته دې د پای ټکی کېږي. خبریال، خبریال دی، خبریال د هېچا نه دی او دا تاوتریخوالی د هېچا لپاره د منلو نه دی.»

خبریال یوسف ظریفي هم څرګنده کړه:«زموږ اندېښنه هم همدا ده کله چې پېښه رامنځته کېږي. حکومت هم وايي چې دا د وسله والو کار دی او وسله وال بېرته وايي چې موږ په دې کې لاس نه لرو. خبریالان په دې اندېښنه کې دي چې څوک زموږ د سر دښمنان دي او موږ ګواښي؟»

د ننګرهار والي ویاند وايي چې ولایتي اداره د امنیتي ادارو په ملتیا به په دغه ولایت کې د خبریالانو امنیت ته پوره پام وکړي.
 
ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي:«متاسفانه چې په وروستیو کې وسله والې ترهګرې ډلې هڅې کوي چې زموږ د نورو قشرونو سربېره پر خبریالانو باندې هم ځينې بریدونه وکړي، شخصاً د ننګرهار والي په خپله له خبریالانو سره په تماس کې دی او په ټول توان سره هڅه کوو چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره کار وکړو.»

افغانستان د خبریالانو لپاره یو له مرګونو هېوادوی دی، د تېرو دولسو میاشتو په لړ کې، افغانستان کې د خپرونو څلور چلوونکي، څلور خبریالان، او یو تصویر اخیستوونکی د ترهګریزو پېښو په پایله کې وژل شوي دي.

په ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وايي د ننګرهار والي د ژمنو سره تروسه د خبریالې ملالۍ میوند د وژل کېدو څخه یوه میاشت تېریږي خو تراوسه د نیول شویو قاتلینو هویت نه دی څرګند شوی. 

شریک یي کړئ