Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

صالح: د کابل ښار په پرمختللو امنیتي کمرو پوښل کیږي

کابل کې د جنايي جرمونو و امنیت ضد پېښو زیاتوالي سره د ولسمشر، لومړی مرستیال، امرالله صالح وايي چې د کابو سل میلیون ډالرو په ارزښت د کابل ښار په پرمختللو امنیتي کمرو پوښل کیږي.

ښاغلي صالح نن سهار (چهارشنبې د مرغومې په ۱۷مه ڼېټه) د ۶:۳۰ ناستې راپور کې لیکلي دي چې د دغه پروګرام ملاتړ د افغانستان متحدانو لخوا کیږي.

هغه همداراز زیاته کړې ده:«ترهګر او غله ته به سیمه تنګه شي، نه لویه.»

د ولسمشر لومړي مرستیال همداراز ویلي دي:«د ناڅاپه بریدونو له ویرېو ترهګرو د کابل ښار یوه  او دوو سیمو کې چاودېدونکي توکي کثافت دانیو ته اچولي دي.»

دی وړاندې وايي:«یو مورد د ملي امنیت ریاست لخوا د ۴۰ کیلو ګرامه چاودېدونکو توکو موندل دي. دا مواد د کابل رحمان بابا مېنې د محمدصدیق پسرلي لیسې ته نېږدې موندل شوي دي، دوهم مورد هم د کابل بګرامیو سیمه کې دی.»

لس ورځې مخکې ښاغلي صالح ویلي وو چې ټاکل شوې ولسمشرۍ ماڼۍ د امنیتي میثاق طرحې له مخې کابل کې د پولیسو شمېر دوه برابره کړي.

ده همداراز زیاته کړې وه چې په عادي حالت کې هم کابل کې د خلکو شمېر پرتله ډېر کم پولیس لري.

ښاغلي صالح نن سهار (چهارشنبې د مرغومې په ۱۷مه ڼېټه) د ۶:۳۰ ناستې راپور کې لیکلي دي چې د دغه پروګرام ملاتړ د افغانستان متحدانو لخوا کیږي

شریک یي کړئ