Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا کې اعتراضونه؛ پرکانګرس د ټرمپ د پلویانو برید

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ پلویانو د د غه هېواد پر کانګرس له برید سره د امریکا د ټاکنو پایلو په تړاو ناسته ودروله.

د ټرمپ پلویان وتوانېدل چې د کانګرس ودانۍ ته د ننه شي او د واشنګټن ښاروال په ښار کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

تر اوسه اعتراضونو کې د څلورو کسانو له وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

وروسته له دې چې د امریکا ملي ګارډ ځواکونه کانګرس ته رسېدلي، اعتراض کوونکي یې ویستلي دي، او کانګرس وروسته له څلورو ساعتونو د اعتراض کوونکو له ولکې ویستل شوی دی.

مخکې له اعتراضونو ټرمپ اعتراض کوونکو ته وینا وکړه او خپلو خبرو کې یې وویل چې د امریکا ټاکنو کې درغلۍ شوې او خلک باید خپله رایه بېرته واخلي.

ده همداراز ویلي دي چې کله به هم ماته ونه مني او له خپلو پلویانو یې غوښتنه کړې چې د کانګرس لور ته ورشي.

د راپورونو له مخې اعتراض کوونکي د کانګرس ودانۍ مخې ته له پولیسو سره نښتي دي او ودانۍ ته د ننه شوي دي.

ترمپ همداراز پر خپلې ټویټر پاڼې له خپلو پلویانو غوښتنه کړې ده چې اعتراضونو ته دې په سوله ییزه توګه دوام ورکړي او تاوتریخوالی دې نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ټویتر د ۲۴ ساعتونو لپاره له ټرمپه د ټویټ کولو موکه اخیستي او د فسبوک اکونټ یې هم د په مؤقت ډول محدود شوی دی.

د امریکا منتخب ولسمشر، جوبایډن له اعتراضونو وروسته یوې ټلویزيوني وینا کې وویل:«دا پېښه د امریکا د ټولې ټولنې ښکاریندوینه نه کوي... له له دې بلواګرو غواړم چې ژر شاتګ وکړي او اجازه دې ورکړي چې د ډموکراسۍ بهیر پلی شي.»

سي  ان ان راپور ورکړی دی چې سناتوران او د امریکا د کانګرس غړي له اعتراضونو سره امن ځای ته لېږدول شوي دي.

د ټرمپ پلوان د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس ودانۍ ته د ننه شول

شریک یي کړئ