Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شاه محمود میاخېل: سوله باید د اساسي قانون چوکاټ کې تامینه شي

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال شاه محمود میاخېل وايي چې سوله باید د هېواد د اساسي قانون په چوکاټ کې تامین شي.

شاه محمود میاخېل زیاتوي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې په افغانستان کې د واک لېږد د ټاکنو له لارې په سوله ییزه توګه ترسره شوی او د افغانستان دفاعي ځواکونه هغه سوله غواړي چې په هغه کې، ثبات او د راتلوونکي نظام څرنګوالی روښانه وي.

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال شاه محمود میاخېل وویل:«موږ څه ډول کولای شو چې د اساسي قانون په چوکاټ کې ثبات او سوله راولو، دایمي اوربند وشي او د وینې توېیدنې مخه ونیول شوي.»

بل خوا د اساسي قانون پر پلې کېدو د څارنې کمېسیون وایي چې اساسي قانون د اسلام د اصولو له مخې جوړ شوی دی او په هغه کې خلک نظام ته مشروعیت ورکوي.
 
د اساسي قانون پر پلې کېدو د څارنې کمېسیون سرپرست عبدالله شفایي وايي:«په خلافتي نظام کې حکومت خپل مشروعیت له نظام نه نه اخلي، ادعا کوي چې د خدای له لوري استازیتوب کوي.»

د لوی څارنوال مرستیال غلام حیدر علامه هم څرګندوي:«د افغانستان اساسي قانون کې تر ټولو بنسټيزه خبره د اسلام له سپېڅلي دین څخه پیروي ده. دا بد غوښتونکو ته یو غاښ ماتوونکی ځواب دی چې غواړي پر دغه ملت تور پورې کړي چې مسلمان نه دی.»

بل خوا د ملي دفاع وزیر طلوع نیوز ته په یوه غږیز پيغام کې وایي چې د هېواد د قول اردو ګانو په مشرتابه کې بدلونونه د ملي دفاع وزارت په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ احتمالي جګړو ته د چمتووالي او د پوځ په مشرتابه کې د اصلاحاتو لپاره راوستل شوي دي.

د ملي دفاع د وزیر اسدالله خالد غږ:«که چېرې د افغانستان دښمنان خپل ضد او جګړې ته دوام ورکړي له هر پلوه د دې چمتووالی لرو چې د افغانستان په هره څنډه کې د دغه هېواد له لوېشتې لوېشتې څخه دفاع وکړو.»

په دې غونډه کې ملي دفاع وزارت وایي چې په روان زیږدیز کال کې د دې ادارې ۲۸۹ کارکوونکي د فساد په تور عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.
 
په داسې حال کې چې په ځينو ولایتونو کې د دولتي ځواکونو په عملیاتو په ځانګړې توګه په هوايي بریدونو کې ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې په هکله رپوټونه خپاره شوي دي، ملي دفاع وزارت وايي چې د ملي پوځ ځواکونه د دولت له مخالفو وسله والو سره انسان پالونکي قوانین مراعت کوي.

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال وایي چې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه هغه سوله مني چې نظام او اساسي قانون پکې وساتل شي.

شریک یي کړئ