Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لمریز کال تر پایه ۵مېلیونو تنو ته برېښنايي پېژند پاڼې وېشل کېږي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د دغې ادارې د ټاکل شوې موخې پر بنسټ، د روان لمریز کال تر پایه به هېوادونو ته کابو پنځه مېلیونه برېښنايي پېژندپاڼې ووېشل شي.

د احصایې د ادارې رییس وایي چې دغه مرکز تر اوسه د برېښنایي تذکرو د وېش ۷۰ مرکزونه جوړ کړي دي او له دې منځه شپږ هغه په ایران کې دي او ټاکل شوې ده چې په پاکستان او اماراتو کې هم د برېښنایي تذکرو د وېش لپاره مرکزونه جوړ شي.

د دې ادارې مسوولان وایي چې په ورځ کې تر ۱۶ زرو پورې تذکرې وېشل کېږي:«د سږکال لپاره مو یو څو مېلیوني موخه ټاکلې ده چې د کال تر پایله موږ پلان لرو چې څه باندې پنځه مېلیونه تنو ته تذکرې ووېشو.»

د برېښنایي او کاغذي پېژنډپاڼو د وېش څرنګوالی او دغه راز د هېواد د نفوس څرګنېدل هغه مسلې دي چې له امله یې د احصایې او معلوماتو د ادارې رییس مشرانو جرګې ته رابلل شوی دی. 

بل خوا ښاغلی رسولي وایي چې تر دې وړاندې کاغذي تذکرې د ځینو ادارو له لوري دغې ادارې ته د تایید لپاره لېږل کېدلې چې د ناوړه ګټې اخیستنې او د هېوادوالو د ځورولو لپاره یې فرصت رامنځته کړی و؛ په داسې حال کې چې هماغه کاغذي تذکرې د اعتبار وړ وې.

د احصایې او معلوماتو د ادارې رییس جاوېد رسولي څرګندوي:«هغه شمېر تذکرې یا پېژندپاڼې چې موږ له هغوی سره ستونزې لرو په رسمي توګه دې بنسټونه شریک کړي موږ په څرک سره معلومات ورکوو له هغې پرته د تذکرو د تاییدي بهیر د وقت د ضایع کېدو او د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره برابر کړی و او د خلکو لپاره یې هېڅ ګټه نه لرله.»

د ملي احصایې او معلوماتو د ادارې د موندنو له مخې د هېواد نفوس څه باندې ۳۲ مېلیونه دی.

د دې ادارې چارواکي وایي چې دوی د شمېرنې لپاره ښه او معیارې لارې چارې لري، خو د دوی یوازينۍ ستونزه له خصوصي سکټور سره ده چې د امنیتي ګواښونو له امله سم او بشپړ معلومات نه وړاندې کوي.
 
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولان وایي چې په ورځ کې تر ۱۶ زرو پورې تذکرې وېشل کېږي.

شریک یي کړئ