Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې په څه کم تېرو۲۴ساعتونو کې پنځه تنه جنايي پېښو کې وژل شوي

په تېرو څه کم څلرویشتو ساعتونو کې کابل ښار کې د جنايي پېښو په پایله کې د یوه ډاکټر په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

په لړ کې ناپېژاندو وسله والو د یکشنبې پر ماښام د پغمان د یوه کلي د ملک پر موټر د پنځمې امنیتي په ده عربانو سیمه کې ډزې وکړې چې په پایله کې په خپله دی او دوه ساتونکي ووژل شول.

 د نوموړي کورنۍ ادعا کوي چې د دې پېښې عاملان پېژندل شوي دي او باید مجازات شي. 
     
د ملک مرتضی مور بي بي عاقله وايي:«سبا ته زما بل زوی وژني، بله ورځ بل او بله ورځ هم بل زوی مې وژني، خو څه وګړو، زموږ زور خو دوی ته نه رسېږي د دولت رسېږي.»
       
د ملک مرتضی ورور مصطفی هم وویل:«موږ نور هېڅ چاره نه لرو، نو څه وکړو، دومره ظلم ترکله، یوه ورځ دوه ورځې، په درې کلونو کې یې زموږ څلور تنه را ووژل.»

له دې سره همهاله یو ډاکټر او د معلوماتو د لارښوونې د یوه دفتر څښتن د دوشنبې پر ورځ د کابل ښار د یولسمې امنیتي حوزې په  پنجصد فامیلو کې د ناپيژانده وسله والو په برید کې ووژل شو.
         
د وژل شوي کس ورور محبوب الله څرګندوي:«د یولسمې حوزې په اړوند سیمه کې پېښه رامنځته شوې، دوه تنه وژل شوي چې یو یې زما ورور و.»

د کابل اوسېدونکی عبدالواسع هم زیاتوي:«په داسې حال کې چې دوی هره ورځ ادعا کوي چې موږ د خلکو د مال او ځان امنیت تامین وو، خو لیدل کېږي چې دوی د خلکو د مال او ځان د امنیت په خوندیتوب کې پاتې راغلي دي.»

بل  خوا د مدني ټولنې ځينې فعالان او د پوهنتون استادان په یوې غونډه کې په پلازمېنه کې د امنیت ضد پېښو پر زیاتېدو اندېښنه څرګندوي.
          
د پوهنتون استاد اسمعایل مشعل وویل:«که چې امنیتي ستونزې په همدې ډول جریان ولري ومنئ چې ډېر ژر د ډموکراسۍ او د بیان ازادۍ، او بشري حقونو جنازه به موږ د عیدګاه په جومات کې وکړو.»

له ننګرهار او کندهار هم رارسېدلي خبرونه وایي چې په دوو جلاجلا پېښو کې د ملي امنیت دوه کارکوونکي ترور شوي دي.

د هېواد په لویو ښارونو کې د هدفي وژنو، د مقناطیسي ماینونو د چاودنو او دغه راز د جنایي پېښو زیاتېدو د هېوادوالو په منځ کې جدي اندېښنې رامنځته کړي دي.

شریک یي کړئ