Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کانګرس مخالفت سره سره له افغانستانه د امریکايي سرتېرو وتو بهیر

د امریکا د کانګرس د مخالفتونو سره سره، د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر راکموي.

په داسې حال کې چې د دفاعي بودجې د لایحې تایید وروسته، دغه هېواد باید د خپلو سرتېرو شمېر له ۴زرو او ۵۰۰ راکم نه کړي، خو پنټاګون وایي، د افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو طرحه یې نه ده درولې.

د پنټاګون د پرېکړې له مخې به تر راتلونکو دریېو ورځو پورې د امریکایي ځواکونو شمېر له پنځو زرو ۲۵۰۰ تنو ته راټیټ شي.

خو اوس پنټاګون وايي چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د ویستو طرحې عملي بهیر نه دی درول شوی.

د پنټاګون خبرپاڼه کې راغلي دي چې تر اوسه د دغه بهیر درولو لپاره کوم فرمان نه دی صادر شوی.

سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د پنټاګون پرېکړې له مخې ټاکل شوې تر راتلونکو درېیو ورځو پورې افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر له ۴۵۰۰ تنو ۲۵۰۰ ته راکم شي.

تېر زیږدیز کال کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له  مخې، امریکايي سرتېري باید د مارچ تر میاشتې افغانستان برېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت په مرکچي پلاوي کې سرچینې د سولې مذاکراتو د اجنډا په هکله توحید ډېر وخت نیوونکی ګڼي او وايي چې په تېرو درې ورځو کې هېڅ یو لوری له خپلو دریځونو په شا شوي نه دي.

دغه سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی غواړي چې لومړی د اوربند په هکله بحث وشي، خو طالبان بیا وايي چې د راتلوونکي نظام په هکله له هوکړې وروسته، پر اوربند به بحث پيل کړي        

له قطره رارسېدلی خبر وایي چې نه طالبان حاضر دي چې په لومړي سر کې د اوربند په تړاو هوکړه وشي او نه هم د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی حاضر دی چې په لومړي سر کې د راتلوونکي نظام په تړاو هوکړه وشي. 

خو د ملي روغې جوړې عالي شورا ډاډ ورکوي چې د مذاکراتو د اجنډا د توحید په تړاو د یوې حل لپاره د پیدا کولو لپاره مشورې روانې دي.

د سولې مذاکراتو کې د اجنډا د توحید په تړاو د بحثونو احتمالي اوږدېدل په داسې حال کې مطرح کېږي چې دواړه لوري توانېدلي دي؛ په درې میاشنتیو بحثونو کې د سولې مذاکراتو د پېلېدو پر کړنلاره سره سلا شي.

شریک یي کړئ