Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مذاکراتو دویم پړاو؛ دوحه کې د مرکچي پلاویو د ځينو غړو نه حضور

د سولې مذاکراتو دویم پړاو له پیله د یوې اوونۍ له تېرېدو سربېره، د مرکچي پلاویو ځينې غړي لاهم دوحې ته نه دي ستانه شوي.

عبدالمتین بېګ، نادر نادري، فوزیه کوفي او فاطمه ګیلاني د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي هغه غړي دي چې دوحې ته بېرته نه دي ستانه شوي او همدارنګه د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر مولوي عبدالحکیم حقاني او همدارنګه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس دوحې ته نه دي تللي.

ورته مهال د ولسي جرګې ځينې غړي او همدارنګه ځينې هېوادوال نیوکه کوي، چې د دواړو لوریو مرکچي پلاوي باید خپل شخصي مسایل د ملي مسایلو په پرتله لکه سولې ته لومړیتوب ور نه کړي.

د کابل اوسېدونکی شفیق الله په دې اړه وايي:«دوی باید خپل شخصي کارونه یوې خوا ته کړي او د سولې موضوعګانې په پام کې ونیسي چې په سختو شرایطو کې یوو.»
              
د کابل اوسېدونکی اقبال هم زیاتوي:«د سولې بهیر ته دې لومړیتوب ورکړي، ځکه چې هره ورځ زموږ خلک په چاودنې او ځانمرګي کې وژل کېږي.»

طلوع نیوز ته د رسېدلو معلوماتو له مخې د دواړو لوریو د پلاویو ځینې غړي په نورو هېوادونو کې له خپلو کورنیو سره دي.
          
د ولسي جرګې غړی اقبال صافی څرګندوي:«هره ورځ وژنه او وینه تویېدنه، چاودنه او ځانمرګی، هغه کسان چې د پلاوي غړیتوب لري او دوحې ته ولاړ نه شي، د افغانستان خلک مایوسه کوي.»
  
د ولسي جرګې بله غړې حمیده احمدزۍ هم زیاتوي:«موږ له دوی تمه لرو چې ژر تر ژره د سولې بهیر ته چټکتیا ورکړي او پیل کړي چې خلک د سولې له بهیره ناهیلې نه شي.»

خو د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي دا غړي چې تر اوسه په کابل کې دي وایي چې د اصلي اجنډا په تړاو بحثونه تر اوسه نه دي پېل شوي او د پلاوي پاتې غړي به هم دوحې ته ولاړ شي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي په ډاګه کوي:«مذاکرات د تماس ډلو او کوچنیو ډلو په بڼه ترسره کېږي، زموږ ځينې همکاران په تماس ډلو کې تنظیم شوي دي چې لومړني او ابتدايي بحثونه مخته یوسي. ټول غړي او څو تنه چې د شخصي دلایلو له امله تراوسه نه دي تللي ډېر ژر ځي او په نوبت واره توګه په تماس ډلو کې ګډون کوي.»
 
بل خوا په دوحه کې د دواړو لوریو ترمنځ د بحثونو په لړ کې تر اوسه کوم پرمختګ نه دی شوی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري وویل:«د مذاکراتو په دغه پړاو کې د بحث چورلیز د دواړو لوریو اجنډا جوړوي. په دغو غونډو کې چې د پلان پر بنسټ جوړېږي، د اجنډا د ترتیب او توحید په هکله ډېر بحث کېږي.»

هېوادوال په سولې مذاکراتو کې د پرمختګ پر نشتوالي په داسې حال کې نیوکه کوي چې د هوا د سړېدو سربېره لا هم د هېواد په ځینو برخو کې د جګړې ډګرونه ګرم دي او د جګړو له امله هره ورځ لسګونه ملکیانو او پوځیانو ته مرګ ژوبله اوړي.

طلوع نیوز ته د رسېدو معلوماتو پربنسټ د دواړو لوریو د مرکچي پلاويو غړي په بهرنیو هېوادونو کې خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه