د کندهار پولیس نن سهار(پنجشنبې د مرغومې په ۲۵مه نېټه) د مقناطیسي ماین چاودنې له کبله د یوه ټکسي چلونکي له ژوند بایللو خبر ورکوي.
د پولیسو په وینا پېښه د کندهار ښار دیارلسمې حوزې چوڼۍ سیمه کې شوې ده.
د یوه بل خبر له مخې د یاد ولایت درېیمې امنیتي حوزې سیمه کې د پولیسو یوه افسر وسله وال برید کې ژوند بایللی دی.
مسوولینو د دغې پېښې په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.