Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غور ولایتي شورا غړی ملي امنیت سره نښته کې ووژل شو

د غور ولایتي شورا غړي، عزت الله بیک د ساتونکو او د ملي امنیت ځواکونو ترمنځ نښته کې د دغو ځواکونو یوه غړي ژوند بایللی او د ښاغلي بیک دوه ساتونکي ټپيان شوي دي.

د ملي امنیت ریاست وايي د غور د ولایتي شورا غړی عزت الله بېک د غور د ولایتي شورا د رییس، عبدالرحمن اعطشان په وژنه او د غور غږ راډیو د مسول بسم الله عادل په وژنه کې په لاس لرلو تورن وو، او کله چې ملي امنیت ځواکونو غوښتل نوموړی ونيسي نښته را منځته شوې ده، ښاغلی بیک او د ملي امنیت یو ساتوونکی پکي وژل شوي دي. 

د هېواد ملي امنیت ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، عزت اله بېک د غور د ولایتي شورا د مرستیال عبدالرحمان عطشان په ترور او د غور غږ راډیو د مسوول مدیر بسم اله عادل په وژنه کې لاس درلود او له څو ورځو راهیسې تر څار لاندې وو.

له دغې نښتې وروسته په فیروزکوه ښار کې نظامي حالت حاکم او په دغه ښار کې د خلکو تګ راتګ هم کم شو.

د غور د ولايتي شورا یو غړی عبدالحمید ناطقي وايي، د نښتې په لومړي سر کې عزت اله بېک ژوند وو؛ خو لږ وروسته بیا د هغه د مړینې خبر خپور شو.

د عزت اله بېک کورنۍ هم د څارګرې ملي ادارې له لوري د لګول شويو تورونو په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویلي.

د غور غږ راډیو مسوول مدیر بسم اله عادل نږدې دوه اونۍ مخکې په فیروز کوه ښار کې په یوه موخه ییز برید کې ووژل شو او همداراز نږدې یوه میاشت مخکې د غور د ولايتي شورا مرستیال عبدالرحمان عطشان په فیروز کوه ښار کې په یوې چاودنه کې ووژل شو او د دغې شورا یو بل غړی بیا ټپي شوی وو.

د ملي امنیت ریاست وايي چې نښته کې د دغه ریاست یوه سرتېري ژوند بایللی او بل ټپي دی

شریک یي کړئ