Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد درې ولایتونو کې چاودنو پنځه تنه وژلي

په کابو ۱۲ وروستیو ساعتونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې څلور چاودنې شوې دي. له هغې ډلې یوه چاودنه نن سهار په کابل ښار کې او بله یې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې شوې ده.

هغه چاودنه چې په کابل کې رامنځته شوه، د کابل د امنیه قومندانۍ د امنیتي چارو مرستیال محمد نبي بیان د لېږد موټر په نښه کړ چې په هغه کې دوه تنه پولیس ووژل شول او یو بل یې ټپي شو.

یوه امنیتي سرچینه وايي چې د پولیسو د دغه چارواکي روغتیايي حالت ښه دی او خپل کاري دفتر ته رسېدلی دی.

دا چاودنه نن سهار د ۹ بجو په شاوخوا کې د کابل ښار د درېیمې ناحیې په اړوند د کابل په واټ کې وشوه.

پولیس وايي چې په دغې چاودنه کې د پولیسو یو لنډګروزر موټر د مقناطیسي ماین ښکار شو.

بلخوا د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت وايي چې د پلخمري ښار د پل معدن په سیمه کې د پولیسو پر یوه رنجر موټر چاودنه کې  پولیسو یو سرتېری ووژل شو او دوه تنه نور یې ټپيان شول.

هغه زیاتوي چې دغه چاودنه د ځای پر ځای شوي ماین له امله وه او دا ماین د طالبانو له خوا ځای پرځای شوی و.

خو معتبرې امنیتي سرچینې طلوع نیوز ته ووايي چې دغه ماین د بغلان د پولیسو د استخباراتو د مرستیال په موټر کې ځای پر ځای شوی و.

دغه سرچینې وايي چې په دغې پېښه کې د بغلان د پولیسو د استخباراتو مرستیال له دوه سرتېرو سره ټپي شوی دی او یو بل ملي پولیس وژل شوی دی.

په کندهار کې ځايي چارواکي هم د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د ماین چاودنې په هکله خبر ورکوي.

هغوی وايي چې دغه چاودنه د ارغستان په واټ کې د ملي امنیت پر یوه مرکز شوې ده؛ خو  هغه ډول او د احتمالي مرګ ژوبلې په هکله تراوسه جزییات په واک کې نشته.

په هلمند کې د یوه موټر بم چاودنې په پایله کې هم دوه تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د هملند د ولایتي شورا رییس عطا االله افغان وايي چې دغه برید تېره شپه د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې شوی چې د هغه په پایله کې دوه تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.

شریک یي کړئ