Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خبریالان: حکومت د بیان ازادۍ د خوندیتوب لپاره هوډ نه لري

په کندوز کې پر زهره راډیو له یوه جوماته د ځينو خلکو یرغل او د دغې راډیو د وسایلو ماتول د خبریالانو او د رسنیو د حقونو د مدافعانو له غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د کندوز خبریالان دا پېښه د بیان آزادۍ لپاره د خطر زنګ بولي.
 
په کندوز کې خبریال حسیب حساس وايي:«موږ له دې مخکې له مخالفو ډلو وېره لرله او اوس له خپلو خلکو ناراض یوو او وېره لرو.»

د کندوز راډیو مسوول هدایت الله زیارمل څرګندوي:«په کندوز کې چې پر یوې راډیو برید وشو، دې واقعاً موږ رسنیزو کرونو په پرتله اندېښمن وي.»

د زهره راډیو مسوول په داسې حال کې چې د خلکو دا چلند پلان شوی ګڼي، د دې پېښې د جدي تعقیب او د هغې د څرنګوالي د روښانه کېدو غوښتنه کوي.

په کندوز کې د زهره راډیو مسوول محسن احمدي هم وايي:«لاندنۍ او پورتنۍ دروازې یې ماتې کړې او راډیو ته راننوتل. د راډیو د غږ سیسټم یې چک کړ، وې لیدل او له دغې راډيو هېڅ غږ یې ترلاسه نه کړ.» 

د خبریالانو د خوندېتوب کمېټې مسوولان په یوې غونډه کې دا پېښه د رسنیو د قانون پر خلاف بولي.

په کندوز کې د خبریالانو د خوندېتوب کمېټې مسوول شهباز صابري څرګنده کړه:«دا کړنه، یوه غیرقانوني کړنه ده او هېڅوک نه یوازې موږ بلکې علما هم په دې باور دي چې دا عمل باید نه وو شوی او باید له قانوني لارې حل شوی وای.» 

دې پېښې نه یوازې په کندز بلکې په کابل کې هم د خبریالانو اندېښنې راپارولې دي.

شبنم چې پنځه کاله کېږي، چې په یوې چاپي رسنۍ کې پر کار بوخته ده وایي په داسې حال کې چې په هر ډول پېښه کې یې د خلکو غږ پورته کړی دی، پر نورو ستونزو په تېره بیا د خبریالانو پر وړاندې پر ګواښونه سربېره دا ډول تند چلند اندېښمنوونکی بولي.

خبریاله شبنم نوري وايي:«یوازې دا نه ده چې دولت له موږ ملاتړ نه کوي، ډېری ځایونه سانسور کوي بلکې خلک هم ګرم دي.»

خبریال علي شیرشهیر هم زیاتوي:«که چېرې د خبریالانو لپاره شرایط همدا ډول ستونزمن پاتې شي، زه فکر کوم سخته به وي چې د اطلاع رسنۍ سرتېري به په خپلو سنګرونو کې په جدیت او قاطعیت سره استواره پاتې شي.» 

افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره یو له تر ټولو مرګونو هېوادونو دی. په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې اووه خبریالان وژل شوي دي.

په څو وروستیو میاشتو کې، افغانسان کې اوه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

شریک یي کړئ