Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د دوو ښځینه قاضیانو د ترور په وړاندې غبرګونونه

په کابل کې د موخه ییزو وژنو په لړ کې، نن د دغه ښار د لسمې حوزې په اړوند پخواني تایمني سیمه کې دوه ښځينه قاضیانې د ناپېژانده وسله والو له خوا په نښه او ووژل شوې.

دغې پېښې له ځان سره بېلابېل غبرګونونه لرل.

په دې لړ کې ولسمشر غني دغه پېښه غندي او هغه یې ترهګریزې او له اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې وبلله.

هغه زیاته کړه:«د طالبانو او ټولو ډلو له خوا زموږ پر بې دفاع هېوادوالو ترهګریز بریدونه او د هغوی په وړاندې تاوتریخوالی، د اسلامي لارښوونو، د سولې روحیې په خلاف او د افغانستان ملت له ټولنې سره په ټکر کې دي.»

ولسمشر غني همدارنګه له طالبانو غواړي چې په هېواد کې تاوتریخوالی کم او اوربند ته غاړه کېږدي.

هغه زیاته کړه چې افغان حومت یو ځل بیا له طالبانو غواړي چې زور، ترور، وحشت او جنایت د ستونزې حل لار نه ده او په هېواد کې شته کړکېچ او جګړه لا ستونزمنه او اوږده وي، نو بر دې بنسټ، د دایمي اوربند له منلو سره د سولې په هکله خپله ریښتنې او عملي اراده څرګنده کړئ.»

هغه همدارنګه اړوندو ادارو ته لارښونه وکړه چې د دغې پېښې عاملان تعقیب او مجازات کړي.

په دغې پېښه کې دوه ښځينه قاضیانې وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

ورته مهال په کابل کې د برېټانیا سفیر الېسن بلیک هم دغه برید غني.

شریک یي کړئ