Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینې: څو ورځې کېږي چې طالبانو غونډو ته نه حاضرېږي

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي کې سرچینې وايي چې د دغه پلاوي له ټینګار سره سره، څو ورځې کېږي چې طالبان نه حاضرېږي د مذاکراتو د اجنډا د توحید لپاره په غونډو کې ګډون وکړي.

د مذاکراتو د دویم پړاو له پېلېدو نهه ورځې تېرېږی ټاکل شوې ده چې د دغو مذاکراتو په پېل کې اجنډا توحید شي. خو په نهو ورځو کې دواړو لورو یوازې درې غونډې کړي دي او د مذاکراتو د اجنډا د یو کولو په برخه کې هم پرمختګ نه دی شوی.

 بلخوا د ملي روغې جوړې عالي شورا دا ځنډ د منلو وړ نه بولي.
      
د ملي روغې جوړې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وویل:«د افغانستان خلک تر دې بریده سولې او اوربند ته تږي دي که چېرې یوه ورځ هم عبث تېرېږي د افغانستان د خلکو لپاره ډېره ده.»

د افغانستان اسلامي جمهوریت په پلاوي کې سرچینې طالبان مذاکراتو ته د نه حاضرېدو له امله په ناغېړۍ تورنوي؛ خو د طالبانو مرکچي پلاوی وایي چې دا ډله په خپلو کې په سلا مشورو بوخته ده. 

د قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وايي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمی خلیل زاد هم تېره ماښام په دوحه کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له رییس او مرستیال ملابرادر او د مرکچي پلاوي له مشر عبدالحکیم سره لیدنه لرلې ده.
           
پخوانی طالب قومندان سید اکبر آغا وايي:«د طالبانو مشران څو ورځې مخکې قطر ته ورسېدل او فکر کوم چې په قطر کې د دوی نشتون په مذاکراتو کې د ځنډ یو لامل وي.»

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار هم هلمند ولایت ته په خپل سفر کې طالبانو ته خبرداری ورکوي چې یا سولې ته غاړه کېږدي او یا به هم د افغان ځواکونو له بریدونو سره مخ شي.
             
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب وویل:«هغه کسان چې سوله نه غواړي، موږ یې په وړاندې جنګېږو.»

دا مذاکرات په داسې حال کې پښه نیولي شوي دي چې د افغان حکومت د معلوماتو له مخې، په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د هېواد په دوه ویشتو ولایتونو کې د طالبانو له لوري د امنیت ضد خوځښتونه شوي دي.
 
تر دې وړاندې په قطر کې سرچینو ویلي وو چې د افغان سولې په تړاو د بایډن د سیاستونو نه روښانه کېدو او له هېواد نه د امریکایي ځواکونو د وتلو څرګنوالی په دوحه کې د طالبانو له لوري د مذاکراتو د پڅوالي له لاملونو بلل کېږي.

 بلخوا د ملي روغې جوړې عالي شورا د سولې په مذاکراتو کې دا ځنډ د منلو وړ نه بولي.

شریک یي کړئ