Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینه:بغلان کې ۸ افغان سرتېرو ژوند بایلود

بغلان ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې د افغان ځواکونو پر پوستې د طالبانو برید پایله کې ۸ سرتېرو ژوند بایللی دی.

 د سرچینې په حواله پېښه تېره شپه(یکشنبې د مرغومې په ۲۸مه نېټه) د بغلان ـ سمنګانو لویه لارې د پلخمري ښار سیمه کې شوې ده او پایله کې یې دوه سرتېري ټپیان دي.

سرچینه همداراز زیاتوي چې دوه سرتېري تري تم دي.

ویل کیږي چې طالبانو پوسته په بشپړه ډول ورانه کړې او د ځینو سرتېرو مړي لا هم تر امبارونو لاندې پاتي دي.

یاده سرچینه څرګندوي چې نښته کې د افغان ځواکونو دوه ټانکونه سوځېدلي دي.

د سرچینې په خبره طالبان هم د بغلان ـ سمنګانو پر لویې لارې شته دي او د ورځې له تلونکو او راتلونکو موټرو کابو دوه میلیونه افغانۍ اخلي.

د قرباني سرتېرو خپلوان چې د پلخمري ولایتي روغتون ته د مړو ترلاسه کولو لپاره راغلي دي، سیمه ییز حکومت په بې پرېوالي  تورنوي او زیاتوي چې دغو ځواکونو ته مرستندویه ځواک نه و رسېدلی.

له بلې خوا بغلان کې د پوځ قومندان، فریدسیدخیلي نښته کې د درېیو سرتېرو ژوند بایللی تاییدوي او وايي چې د طالبانو برید په شا تمبول شوی دی.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د سرچینې په حواله پېښه تېره شپه د بغلان ـ سمنګانو لویه لارې د پلخمري ښار سیمه کې شوې ده

شریک یي کړئ