Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې ۹،۷ مېلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

په افغانستان کې د ۱۸،۴ مېلیون تنو له ډلې چې بشري مرستو ته اړتیا لري، ۹،۷ مېلیونه یې ماشومان دي.

د ماشومانو د ملاتړ د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې یوازې د تېر زیږدیز کال په نهو میاشتو کې په هېواد کې د جګړو او تاوتریخوالي له امله نږدې شپږ زره تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې یو پر درېیمه برخه یې ماشومان دي.

بل خوا د پېښو پر وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت وایي چې په روان کې کې جګړو او ناامنیو ۵۰ زره کورنۍ زیانمنې کړې دي.

د ماشومانو د ملاتړ ادارې په تر تولو تازه رپوټ کې د افغانستان له خلکو په تېره بیا ماشومانو سره د مرستو پر ډېرېدو ټینګار شوی دی.

د دغه رپوټ له مخې په افغانستان کې ۹،۷ مېلیون تنه ماشومان د ژوند د دوام لپاره ملاتړ ته اړتیا لري.
 
د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویانده مریم عطايي وايي:«له ماشومانو د ملاتړ نړیوال دفتر په افغانستان کې د بشري مرستو په هکله د ډېرو مرستو غوښتونکی شوی دی.»

دلته د کابل په لوېدیځ کې د قمبر څلور لارې  پنډغالي ته له بېلابېلو ولایتونو څه باندې دوه زره کورنیو پناه راوړې ده.

دغو کورنیو په وروستیو کلونو کې د جګړو له امله خپل کورونه پرېښي دي او دلته په خورا ډېرو ستونزو سره ژوند کوي.
 
د پنډغالي بل اوسېدونکی سمندر هم زیاتوي:«داسې کورنۍ دي چې سهار ډوډۍ وخوري تر شپې بیا ډوډۍ نه لري.»

د دغه پنډغالي د اوسېدونکو په وینا دلته نږدې پنځه زره ماشومانو لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.
 
د قمبر څلورلارې د پنډغالي د اوسېدونکو استازی محمد معصوم  وايي:«دلته د خلکو اقتصاد هم ډېر ضعیفه دی، کارو بار هم نشته دولت کې هم بې امني ده د ورځې دلته کس وژلی هلته کس وژلی کارو بار په صفر باندې ولاړ دی.»

جګړو او تاوتریخوالي سږکال د هېواد په بېلابېلو برخو کې لسګونه کورنۍ بې ځایه کړې دي.
 
د پېښو پر وړاندې د چمتوالي په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاالدین جیلاني څرګندوي:«تراوسه مو کابو ۳۲ تر ۳۳ زره کورنۍ تر پوښښ لاندې راوستې دي. او د بې ځایه شویو دا کچه د دې لامل شو چې ولسمشر او د ولسمشر لومړی مرستیال لازمې لارښونې وکړي.»

د ماشومانو د ملاتړ د نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۰ز کال کې په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي له امله نږدې شپږ زره تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې یو پر درېیمه برخه یې ماشومان دي.

دغه بنسټ په دوه زرو یوویشتم کال کې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د لږتر لږه  ۱،۳ مېلیارده ډالرو بشري مرستې غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ