Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نهه ولایتونه په تېرو دوو ورځو کې د هدفي بریدونو او چاودنو شاهد وو

په تېرو دوه ورځو کې د ۹ ولایتونو ځينې برخې د هدفي بریدونو، بمي چاودنو او جنایي پېښو شاهدې وې.

د طلوع نیوز د معلوماتو پر بنسټ په دغو پېښو کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

کابل، کاپیسا، هلمند، لوګر، فراه، هرات، ارزګان، بغلان اوغزني هغه نهه ولایتونه دي چې په تېرو دوو شپو ورځو کې د ماینونو د چاودنو او ترورونو له امله په کې پلان شوې پېښې او د جنایي جرمونو پېښې شوي دي.
                
د هلمند اوسېدونکی احسان الله په دې اړه وايي:«دغه ترورونه چې ورځ په ورځ حتا په بازارونو کې هم کېږي دغو پېښو خلکو ته اندېښنې رامنځته کړې دي.»
            
د کابل اوسېدونکی ضیا الحق اوریا هم وویل:«که چېرې زموږ امنیتي بنسټونه نه شي کولای چې د خلکو امنیت تامین کړي باید په خپلو کورونو کې کېني، د دې لپاره چې دوی کولای شي.»

په دې لړ کې په کابل کې یو تن د ناپيژانده وسله والو په برید کې او یو تن د مقناطیسي ماین په چاودنه کې وژل شوی دی او پنځلس تنه نور ټپیان شوي دي.

په هلمند کې په دوو جلا جلا پېښو کې د واشیر ولسوال او درې نور کسان، په لوګر کې د ملي امنیت دوه کارکوونکي، په پروان کې یو قومي مشر، په فراه کې یو پولیس افسر، په کاپیسا کې درې ملکيان او دغه راز په هرات کې یو پوځي د ناپيژانده کسانو له لوري وژل شوي دي او دغه راز په غزني او هرات کې د ناپيژانده کسانو په بریدونو کې پنځه تنه ټپیان شوي دي.
              
د لوګر اوسېدونکی افغان یار څرګندوي:«دوی شرم نه لري، که چېرې دوی شرم درلود خلک به داسې د جګړې اورلیګد نه کېدل.»
              
د هلمند اوسېدونکی محمد رحیم هم زیاتوي:«خلک ترور کېږي اوس دغه شرایط په افغانستان کې زیات شوي دي او خلک امنیت غواړي باید تامین شي.»

په ارزګان کې په موټرسایکل کې د اېښودل شوي ماین په چاودنه کې د یوه ځایي خبریال شاه محمد همدرد په ګډون یوولس تنه ټپیان شوي دي. په بغلان کې د یوه ماین په چاودنه کې د ولسي پاڅونوالو یو قومندان وژل شوی او یو ساتونکی یې ټپي دی.
       
د ارزګان والي محمد عمر شیرزاد څرګندوي:«دوه تنه پولیس او نور مُلکیان وو چې په منځ کې یې یوه مېرمن  او یو ماشوم هم شامل دي.»

خو ولې دا پېښې زیاتې شوي دي ؟
          
پخوانی نظامي عتیق الله امرخېل په ډاګه کوي:«کله چې واحده اداره نه وي کله چې هدف نه وي چې زموږ د ادارې موخه څه ده او څه باید وکړو. کله چې دنده په مطلقه پرېکنده توګه اجرا نه شي دښمن حتما نفوذ کوي.»
 
په وروستیو میاشتو کې د هېواد به بېلابېلو برخو په تېره بیا لویو ښارونو کې د ترور او د ماینونو د چاودونو په مټ هدفي پېښې زیاتې شوي دي، دغو پېښو د امنیتي ادارو فعالیت له پوښتنو سره مخ کړی دی. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه