د هند د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د کرونا واکسین د لېږلو څخه خبر ور کړی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي دوی د بوتان په ګډون یو شمېر هېوادونو ته د کرونا واکسین کڅوړو چمتو کولو پروسه پیل کړې ده.
د رویټرز اژانس د راپور له مخي د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د واکسین ډوزونه افغانستان، نیپال، بنګله دیش، میانمار او یو شمېر نورو هېوادونو ته استول کیږي.
که څه هم هند په متحده ایالاتو او انګلستان کې تولید شوي واکسین کاروي، خو خپله دغه هېواد هم د کرونا واکسین جوړ کړی دی.
تېره اوونۍ د هند حکومت اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د کورونا ویروس د واکسین سراسري پروګرام پيل شوی دی.
د هند لومړی مرستیال نرېندار مودي، د دغه واکسین د پروګرام په پیل کې وویل چې ټاکل شوې د دغه هېواد ټول وګړي د کورونا ویروس په وړاندې واکسین شي.
په هند کې د کورونا ویروس د واکسین پروګرام، په نړۍ کې د کورونا پر ضد واکسین تر ټولو ستر کمپاین دی.