د بادغیس مُقر ولسوالۍ کې د سرک غاړې ماین چاودنې د دوو پولیس سرتېرو ژوند واخیست او یو یې ټپي کړ.
د بادغیس ولایتي شورا غړی، خان جان ظفر وايي چې پېښه تېر ماښام(چهارشنبه د سلواغې په لومړۍ نېټه) د یادې ولسوالۍ مرکز ته نېږدې شوې ده.
دی وايي چې د پولیسو رنجر موتر د سرک غاړې ماین سره برابر شوی دی.
د بادغیس امنیتي مسوولینو په دې تړاو څه نه دي ویلي.