د نیمروز امینتي مسوولین د دغه ولایت خاشرود ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستې د طالبانو برید پایله کې د ۶ سرتېرو له ژوند بایللو خبر ورکوي.
د نیمروز امنیه قومندان، عبدالوهاب بالاکرزی (جمعه د سلواغې په ۳مه نېټه) وايي چې پېښه تېره شپه د خاشرود هلیلې سیمه کې شوې او په ترڅ کې یې درې سرتېري ټپیان دي.
د ښاغلي بالاکرزي په خبره نښته کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېر یې نه دی څرګند.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.