Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رپوټ: زلمی خلیلزاد د اوس لپاره په خپل مقام کې پاتې شو

سي ان ان ټلوېزیوني شبکې د جو بایډن حکومت ته د درې نږدې شرچینو پر احواله رپوټ ورکوي چې ولسمشر بایډن، زلمی خلیلزاد یې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه په خپل مقام کې ساتلی دی.

دا اقدام د امریکا په سیاست کې بې مخینی ویل شوی دی ځکه چې د سي ان ان د رپوت پر بنسټ، په امریکا کې د حکومت له بدلون او واک ته د یوه نوي حکومت له رسېدو سره، ټول سیاسي پسټونه بدلون مومي.

ښاغلی خلیلزاد د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا په دغه مقام ګومارل شوی و او د تېر کال په فبرورۍ میاشت کې په دوحه کې یې له طالب ډلې سره تاریخي هوکړه لیک لاسلیک کړ.

ښاغلی خلیلزاد د روان لمریز کال په مرغومې میاشت کې کابل کې و او د هېواد له چارواکو سره یې د سولې بهیر په هکله لیده کاته او خبرې اترې وکړي.

شریک یي کړئ