Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې مذاکراتو کې پڅوالی؛ افغان حکومت د جګړې لپاره چمتووالی نیسي

په دوحه کې د سولې مذاکراتو په پرمختګ کې د پڅوالي په لړ کې، د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي چې افغان حکومت د جګړې د نوي فصل لپاره بشپړ چمتووالی نیولی دی.

ښاغلی محب چې نن کابل کې د ملي پوځ قول اردو ته تللی و، ټينګار وکړ چې په هېواد کې ټولو قول اردوګانو ته تللی دی او د ملي پوځ ځواکونه د جګړې د راتلوونکي فصل لپاره بسیج شوي دي.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وویل چې طالبان سوله نه غواړي او استخباراتي معلومات د دې ښودنه کوي چې دغه ډله د راتلوونکي پسرلي لپاره جګړې ته چمتووالی نیسي. د هغه په وینا طالبان هڅه کوي چې افغانستان کې واک له پوځي لارې ترلاسه کړي. 

ښاغلي محب وویل چې له دې وروسته د ملي پوځ ټول ځانګړي ځواکونه، امنیت، پولیس، او هوايي ځواکونه د طالبانو د خوځښتونو د ځپلو لپاره د ځانګړو عملیاتو له قول اردو څخه به امر ترلاسه کړي:«زموږ لپاره هم دا فرض ده چې پياوړی چمتووالی ونیسو. په همدې منظور موږ ټولو ولایتونو ته تللي یوو او پر ټولو قول اردوګانو ګرځېدلي یوو چې له یوه پیاوړي سوک سره د هغوی په وړاندې درېدلي واوسو.»

دا په داسې حال کې ده چې د سولې مذاکراتو دویم پړاو په دوحه کې په سوکه توګه مخته روان دی. د افغانستان اسلامي جمهوریت کې پلاوی وايي چې د طالبانو پلاوی په غونډو کې حضور نه پیدا کوي او د مذاکراتو پرمختګ ته لېوالتیا نه لري.

د سولې مذاکراتو دویم پړاو، د مذاکراتو له درې اوونیز ځنډ وروسته بیا دوحه کې پيل شو؛ خو له لسو ورځو راهیسې غونډه نه ده لرلې.

ظاهراً په قطر کې د سولې مذاکراتو پڅ بهیر افغان حکومت په یو ډول دایمي سولې ته په رسېدو بې باوره کړی دی.

له همدې امله ده چې د هېواد  جګپوړي امنیتي او دفاعي چارواکي د طالبانو د بریدونو د ځپلو لپاره د چمتووالي خبره کوي.
          
د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج وايي:«د دغې نوې قول اردو جوړېدو هیلې زیاتې کړې دي چې ان شاالله د عملیاتو له پيل سره به هغوی به په پسرلي کې هم ماته وخوري.»

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي هم وویل:«سولې ته ژمنتیا لرو. خو که چېرې د افغانستان د خلکو دښمنان، د جګړې لار غوره کړي له ښاغ ماتېدونکي ځواب سره به مخامخ شي.»

بل خوا لوی درستیز وایي چې له بنده د پنځه زره طالبانو په خوشي کېدو سره دې ډلې په هېواد په تېره بیا په سویل کې جګړې ته زور ورکړی دی.
                 
لوی درستیز یاسین ضیا څرګنده کړه:«د پنځه زره بندیانو خلاصون د دې لامل شوی چې د امنیتي مشرتابه ډلې چټکتیا کمه کړي او په ځينو ځایونو کې حتا ودرېدل.»

افغان حکومت په داسې حال کې د جګړې راتلوونکي فصل ته چمتووالی نیسي چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې خپل تر ټولې ټیټې کچې ته کموالی موندلی دی.

تېره اوونۍ پنټاګون اعلان وکړ چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ تنو ته کم شو. 

حمدالله محب طالبانو ته ګواښ کوي چې ټولو قول اردوګانو ته تللی دی او د جګړې نوي فصل لپاره بشپړ چمتووالی لري.

شریک یي کړئ