Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیګر: د کابل له هوايي ډګره د پیسو قاچاق اندېښمنوونکی دی

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی یا سیګر، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر له لارې له هېواده بهر ته د پیسو د قاچاق دوام، سخت اندېښمن کړی او وايي چې له هر ډول مخنیوي پرته د قاچاق بهیر دوام لري.

سیګر په یوه نوي رپوټ کې وايي چې د کابل په هوايي ډګر کې د پیسو د نمبرونو د موندلو دستګاوې له یوې لسیزې راهیسې غیر فعالې دي او حتا دولتي چارواکي، سیاستوالان او د ولسمشر د دفتر کسان د هوايي ډګر په ځانګړې برخه کې د پیسو له ثبته معاف دي.

رپوټ کې همدارنګه راغلي دي چې عادي مسافر په ۵ تر ۶ ځایونو کې تلاشي کېږي، خو ځانګړي مېلمانه حتا په یوې برخه کې هم نه څېړل کېږي.

د دغه رپوټ پر بنسټ، د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې د پیسو د چاقاق کچه څه ۴.۵ مېلیارد ډالر اټکل شوې ده.

سیګر همدارنګه ویلي دي چې جګړپوړي دولتي چارواکي او همدارنګه هغه کسان چې سیاسي نفوذ لري او د ولسمشر د دفتر کسان، د ډېرو مهمو کسانو په توګه، د پيسو له چک څخه معاف وو.

رپوټ کاږي:«سیګر ترلاسه کړه چې د ګمرک چارواکي په هوايي ډګرونو کې په منظمه توګه د نغدي پیسو د شمېرلو له دستګاوو څخه د پیسو د بهر کولو د تعقیب لپاره استفاده نه کوي. په واقعیت کې، د پیسو د تعقیب دستګاوو له نصب څخه یوه لیسیزه وروسته، لاهم دغه دستګاوې له انټرنېټ سره نښلول شوې نه دي.»

 د امریکا د متحده ایالاتونو د کانګرس د خدماتي څېړنو یو رپوټ اټکل کړی دی چې په ۲۰۱۱ کال کې څه باندې ۴،۵ مېلیارد ډالر یوازې په یوه کال کې له افغانستانه بهر ته قاچاق شوي دي چې د هغه یوه ستره برخه، د نشه يي توکو پیسې دي.

په دغه رپوټ کې همدارنګه راغلي دي چې په ۲۰۱۵ز کال کې هم د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ ۶۵ سلنه ټولې نغدې پیسې چې له افغانستانه بهر کېږي، په ناقانونه توګه ترلاسه شوې دي، لېږدول کېږي او یا هم تر استفاده کېږي.

سیګر په یوه نوي رپوټ کې وايي چې د کابل په هوايي ډګر کې د پیسو د نمبرونو د موندلو دستګاوې له یوې لسیزې راهیسې غیر فعالې دي.

شریک یي کړئ