د کابل پنځمې حوزې سیمه کې د ماین چاودنې له کبله یوه کس ژوند بایلود او بل ټپي شو.
د کابل پولیس وايي پېښه نن له غرمې مخکې(سې شنبې د سلواغې په ۷مه نېټه) پر یوه سراچه موټر د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.
چاودنه د کابل غزني اډې سیمه کې شوې.
د کابل پولیس وايي چې چاودنه پر یوه شخصي موټر شوې ده.
پولیسو د پېښې څرنګوالي په تړاو څه نه دي ویلي.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.