Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینې: جوبایډن تر ناڅرګندې مودې د خلیل زاد ماموریت غځولی

ځينې امریکايۍ سرچینې طلوع نیوز ته د دې پلخی کوي، چې د جوبایډن حکومت د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ماموریت تر نامعلومي مودې غځولی دی.

دغه سرچینې وايي چې د متحده ایالاتو نوې اداره له طالبانو سره د واشنګټن د سولې هوکړه لیک په ځانګړې توګه په دې تړون کې د ضمیمې بیا کتنه کوي او دا کتنه به په درېیو اوونیو کې پای ته ورسېږي. 

په امریکا کې د جوبایډن د حکومت د کار له پېلېدو وروسته ځينې سرچینې تر ناڅرګند وخت پورې د افغان سولې لپاره د دغه هېواد د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیل زاد د ماموریت د دوام خبر ورکوي.
   
پخوانی جهادي مشر محمد اسماعیل خان وايي:«هغه نیمګړتیاوې چې لري پروسه یې اوږده کړې ده او له دې مهمه دا ده چې خلیل زاد تراوسه د خبرو په پای کې او هوکړه لیک چې راوتلی او هغه خبرې اترې چې تراوسه شوې دي یو اړخیزې وې یوازې له طالبانو سره یې خبرې کړې دي.»

افغان حکومت په تېرو اتلسو میاشتو کې د زلمي خلیل د کاري دورې پر مهال پر هغه څه چې د سولې په تړاو یې د کابل او واشنګټن ترمنځ د سلامشورو درېدل بللي دي نیوکه کړې ده؛ خو خپل افغان سیال ته د جوبایډن د ملي امنیت د سلاکار د تېرې اوونۍ له ټېلفوني اړېکې وروسته حکومت د دغو سلا مشورو د بېرته پېلېدو خبره کوي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار څرګندوي:«د خلیل زاد کار دې دوام پيدا کړي او فکر کوم چې مناسبه هم همدا ده چې پرېږدي خپل کار بشپړ کړي.»

کله چې تېره میاشت خلیل زاد  کابل ته سفر وکړ، له ټولو اغېزناکو سیاسي څېرو سره یې وکتل خو پردې بریالی نه شو چې له ولسمشر غني سره وګوري.

هغه مهال ځينې سیاستوالو د زلمي خلیل زاد له هڅو د ارګ ناخوښي له ښاغلي خلیل زاد سره خبرو ته د ولسمشر د نه حاضرېدو لامل وباله.

د پوهنتون استاد میرویس غیاثي وویل:«هغه پېژاند او معرف چې خلیل زاد یې په افغانستان کې له بېلابېلو سیاسو لوریو سره لري فکر نه کوم چې کوم بل امریکایی یې ولري.»

خو په کابل کې د ایران سفیر د افغانستان پر وړاندې د امریکا سیاست ناسم بولي.
            
په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان څرګندوي:«موږ په دې باور یوو چې د امریکا سیاست یو ډېر غلط سیاست دی په تېرو څو میاشتو کې طالبانو ته د امتیاز له ورکړې سره هغوی وغوښتل چې موخې ته ورسېږي موخه یې هم شخصي موخه وه.»    

بل خوا ځینې سرچېنې طلوع نیوز ته وایي چې د جوبایډن حکومت به تر شاوخوا درېیو اوونیو پورې له طالبانو سره د امریکا د هوکړه لیک ارزول پای ته ورسوي.

بل خوا د ناټو سازمان تمه لري چې د فبرورۍ میاشتې پر اولسمه د دغه سازمان د دفاع له وزیرانو په دې تړاو چې آیا تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره ده او کنه لازم توضیحات واوري.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه