Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اروپايي ټولنې سفیر: مجلس حق لري چې د بودیجې سند نقد کړي

اروپايي ټولنه د افغانستان د پارلمان له خوا د بودیجې نقد کول د دغه بنسټ له قانوني مسوولیتونو څخه ګڼي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر وايي دا د حکومت مسوولیت دی چې د بودیجې د مسودې لپاره په ولسي جرګه کې د اکثریت غړو ملاتړ ترلاسه کړي.

ولسي جرګه له تېرې یوې مېاشتي راهيسي د ۱۴۰۰ مالي کال په بوديجه کې د انډوال نشتوالي پر سر له حکومت سره د په جنجال کې ښکېل ده. 

 په داسې حال کې چې له ۱۴۰۰ مالي کاله یوه میاشت تېرېږي، خو لا هم د بودیجې د سند برخلیک څرګند نه دی. په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر وایي چې پر بودیجې د ولسي جرګې نیوکه د دې جرګې مسوولیت دی.
 
 په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر انډرس وان برنټ وايي:«دا د ولسي جرګې مسوولیت دی چې حکومت نقد کړي او دا د حکومت مسوولیت دی چې د بودیجې په تړاو د ولسي جرګې د اکثریت غړو ملاتړ تر لاسه کړي او دا کار باید په مسلکي او رغنده توګه ترسره شي.»

دا اروپايی ډېپلوماټ وایي چې اړتیا ده په اوسني وضعیت کې د افغانستان حکومت او پارلمان د دغه هېواد لپاره کار وکړي.

ښاغلی وان برنټ زیاتوي:«په اوسنیو شرایطو کې افغانستان یووالي ته اړتیا لري خو دا په دې معنی نه ده چې باید د هرڅه په تړاو یوه هوکړه وي، دا کار باید په داسې بڼه ترسره شي چې د پرمختګ د درېدو لامل نه شي. ما د دواړو جرګو له رییسانو سره خبرې کړي دي او دا مهمه ده چې ولسي جرګه خپل مشخص رول ترسره کړي.» 

ولسي جرګه تمه لري چې د ۱۴۰۰ کال د بودیجې درېیمه مسوده په نویو تعدیلاتو سره ډېر ژر د تایید لپاره د مالیې وزارت له لوري دې جرګې ته ولېږل شي؛ خو د کابینې په پرونۍ غونډه کې د بودیجې د مسودې پر سر هېڅ بحث نه دی شوی.

د ولسي جرګې غړی اقبال صافی وايي:«حکومت د دې لپاره چې پارلمان تر فشار لاندې راولي د مامورینو معاش نه ورکوي په داسې حال کې چې دا پر ولسي جرګې یو فشار نه دی زموږ غوښتنه دا ده چې حکومت ژر تر ژره نوې مسوده را ولېږي او موږ پرې پرېکړه وکړو.»

بل خوا د څورلس سوم کال د بودیجې د مسودې په تړاو په داسې حال کې د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ ترينګلتیاوې زیاتې شوي دي چې د ولسي جرګې یوه غړي د هغې اتلس ډوله غوښې نوملړ خپور کړی دی چې  د چارو ادارې یې له ملي تدارکاتي ادارې غوښتنه کړې ده .
 
د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره په دې تړاو څه نه وایي. خو د مالیې وزارت د بودجې پر دریمې مسودې د کار خبر ورکوي. ولسي جرګې د بودیجې په مسوده کې شاوخوا ۱۹ ستونزې په ګوته کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه