Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني له هېواده د یونېسف د یوه لوړپوړي چارواکي د وتو حکم صادر کړ

ولسمشر غني له هېواده د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف د یوه لوړپوړي چارواکي د وتو حکم صادر کړ.

د ولسمشر د ویاند مرستیال، دواخان مینه پال پر خپلې فسبوک پانې دغه کس د یونېسف د پولیو مسوول، محمدمحمدي ښودلی او زیاته کړې یې ده چې په چارو کې د نه شفافیت له کبله یې د ویستو حکم صادر شوی دی.

ښاغلي مینه پال زیاته کړې چې ولسمشر غني امر کړی، څو محمد محمدي په ۲۴ ساعتونو کې له افغانستانه ووځي.

نوموړي لیکلي دي:« ‏محمد محمدي چې دیونیسیف دپولیو  د برخې مسوول و په چارو کې د نه شفافیت او دافغانستان ولسمشر ته د بې اعتنایې په دلیل د ولسمشر د حکم پر اساس په څلروېشتو ساعتونو کي له افغانستان څخه اخراج شو.»

ځینو رسنیو راپور ورکړی دی چې د یونیسف دغه مسوول مخکې له دې له ولسمشر غني سره د کوویډ۱۹ ناروغۍ په تړاو جنجالي بحث درلود.

د راپور له مخې ولسمشر غني د ښاغلي محمدي غوښتي چې د کوویډ۱۹ ناروغۍ په تړاو لګول شویو پیسو په تړاو مالومات ورکړي، خو هغه ځان تېر ویستلی دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال، دواخان مینه پال پر خپلې فسبوک پانې دغه کس د یونېسف د پولیو مسوول، محمدمحمدي ښودلی او زیاته کړې یې ده چې په چارو کې د نه شفافیت له کبله یې د ویستو حکم صادر کړ

شریک یي کړئ