Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خلیلزاد ماموریت دوام تایید کړ

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن تایید کړې چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد به افغانستان کې د سولې په برخه کې خپل مامورت ته دوام ورکړي.

هغه خبریالانو ته وویل:"بلې! موږ له هغه (خلیلزاد) وغوښتل چې دغه حیاتي ماموریت ته دوام ورکړي."

دوې ورځې مخکې امریکايي سرچینو طلوع نیوز ته تایید کړه چې د امریکا د ولسمشر، جو بایډن به د خلیلزاد ماموریت تر نامالومې مودې پورې تمدید کړی دی.

دغو سرچینو  په خبره د امرکا تازه حکومت له طالبانو سره د واشنګټن د هوکړې او د دغې هوکړې د ضمیمې څېړلو په حال کې  دی او تر درېیو راتلونکو اوونیو پورې به دا څېړنه پایته ورسیږي.

افغان حکومت په تېرو اتلسو میاشتو کې د زلمي خلیل د کاري دورې پر مهال پر هغه څه چې د سولې په تړاو یې د کابل او واشنګټن ترمنځ د سلامشورو درېدل بللي دي نیوکه کړې ده؛ خو خپل افغان سیال ته د جوبایډن د ملي امنیت د سلاکار د تېرې اوونۍ له ټېلفوني اړېکې وروسته حکومت د دغو سلا مشورو د بېرته پېلېدو خبره کوي.

کله چې تېره میاشت خلیل زاد  کابل ته سفر وکړ، له ټولو اغېزناکو سیاسي څېرو سره یې وکتل خو پردې بریالی نه شو چې له ولسمشر غني سره وګوري.

هغه مهال ځينې سیاستوالو د زلمي خلیل زاد له هڅو د ارګ ناخوښي له ښاغلي خلیل زاد سره خبرو ته د ولسمشر د نه حاضرېدو لامل وباله.

بل خوا د ناټو سازمان تمه لري چې د فبرورۍ میاشتې پر اولسمه د دغه سازمان د دفاع له وزیرانو په دې تړاو چې آیا تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره ده او کنه لازم توضیحات واوري.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته وویل:"بلې! موږ له هغه (خلیلزاد) وغوښتل چې دغه حیاتي ماموریت ته دوام ورکړي."

شریک یي کړئ