Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کندوز کې ځوانان پر دېوالو له نقاشۍ سره د سولې دودولو هڅه کوي

په کندوز ولایت کې ځينې ځوانان د یوې هنري ډلې له جوړولو سره سمبولیک او ننداریز کارونه کوي چې د هغوی په اند کولای شي په هېواد کې د تاوتریخوالي په کمولو کې اغېزناک وي.

پر دېوالونو د تاوتریخوالي د قرباینانو د څېرو نقاشي د دغې ډلې کارونه دي.

دغه ځوانان په هېواد کې له ښکېلو لوریو غواړي چې له جګړې لاس واخلي او سولې ته مخه کړي.

د یما سیاوش د څېرې انځورول چې په هېواد کې د وروستیو هدفي وژنو قرباني و، په کندوز ښار کې د  «تیراژه» ډلې تر ټولو تازه کار دی.

دا ډله چې په دې وروستیو کې جوړه شوې ده، شاوخوا لس ښځينه او نارینه غړي لري.
 
د تیراژه ډلې غړی امید جبران وايي:«په هغه کندوز کې چې تل جګړې ځپلی او موږ د ډېرو بدو امنیتي ګواښونو شاهد یوو، د دې اړتیا وه چې دغه وړتیاوې او دغه کړۍ، له هغه هنر سره چې لري یې راشي او د سولې پیغام د جګړې د پای پیغام نورو ته ور وښيي.»

د کندوز په څېر ولایت کې د عدالت غوښتنې غږ تل نا اورېدلی پاتې دی او په دغه ولایت کې ښکېل لوري د افغانستان په تر ټولو آرامو ورځو کې هم پر جګړو بوخت پاتې شوي دي؛ خو د دې ډلې غړي په دې باور دي چې د خپلو فعالیتونو په پراختیا سره په کندوز کې د تاوتریخوالي په کموالي کې رول ولري.

د تیراژه ډلې غړې هدیه خلیق څرګندوي:«تاوتریخوالی، جګړه، طالبان نه شي کولای زموږ غږ چوپ کړي. که چېرې هغوی وغواړي یو یما شهید کړي، ډېری یماګان دي چې دلته راځي او د هغه غږ پورته کوي.»

د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د دغو ځوانانو د سمبولیک کارونه په کندوز کې د ادارو او خلکو له هرکلي سره مخ شوي دي. 

په کندوز کې د مدني ټولنې د بنسټونو رییس عنایت‌الله خلیق هم څرګندوي:«د نننیو ارزښتونو په هکله چې سولې ته رسېدل دي، د بیان ازادۍ او د نننیو مډرنو ارزښتونو دفاع ده، کار کوي او د نقاشۍ په قالب او له خپلو لیکنو سره غواړي چې خپل فکر او له دغو ارزښتونو د ساتنې لپاره کار وکړي.»

کندوز په افغانستان کې له تر ټولو ناامنو ولایتونو ګڼل کېږي او د ځایي چارواکو په وینا، سږکال په دغه ولایت کې د جګړو له امله شاوخوا یولس زره تنه بې ځایه شوي دي.

شریک یي کړئ