Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اروپايي ټولنه: طالبان تر ډېره د موخه ییزو بریدونو مسوول دي

اروپايي ټولنه او ناټو او په افغانستان کې د امریکا او اروپا ځينې ډپيلوماټیکې استازولۍ نن یکشنبې (د سلواغې په ۱۲مه) په یوې ګډې اعلامیه کې ویلي دي چې طالبان د موخه ییزو بریدونو ستر مسوول دي.

د اروپايي ټولنې، ناټو او د آسترالیا، کاناډا، چک جمهوري، ډنمارک، فنلنډ، فرانسه، آلمان، هالنډ، اسپانیا، سویډن، بریتانیا، ایټالیا او ایالات متحده استازولۍ په ګډه اعلامیه کې د ترورو دوام، انسان تښتونې او د بیخ بنسټونو ویجاوړل غندي او ویل شوي دي چې دغه تاوتریخوالی، مدنې ټولنې، قضايي بنسټونو، رسنیو، مذهبي ډلو او د دولت مُلکي استازي او ډاکټران په نښه کوي.

دغه اعلامیه همدارنګه لیکي چې د طالبانو هدفي وژنې د ناامن چاپېریال له رامنځته کولو سره مرسته کوي او ترهګرې ډلې او جنایتکاران کولای شي په هغه کې ازادانه فعالیت وکړي.

په دغې اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي دي چې دغه تاوتریخوالی پای ته ورسوي او له افغان حکومته هم غوښتل شوي دي چې د دغو بریدونو په هکله، رڼې څېړنې ترسره کړي.

په اعلامیه کې کاږل شوي دي:«نړیواله ټولنه د انرژۍ، د خوړو د خوندیتوب، د اوبیزو سرچینو، او د واټي بېخ بنسټونو په برخه کې د افغانستان د لپاره پانګونه کړې ده. موږ د حیاتي بېخ بنسټونو دوامداره ویجاړونه، له هغې ډلې د طالبانو له خوا د سړکونو ویجاړول، د ټلېفوني شبکو او د برېښنا ستنو ته چاودنه ورکول غندو.»

افغان امنیتي ځواکونه هم «طالبان» د ډېریو هدفي وژنو مسوول ګڼلی دی.

په درې وروستیو میاشتو کې پنځه خبریالان، د مدنې ټولنې درې غړي او ځينې حکومتي کارکوونکي د موخه ییزو بریدونو په پایله کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې وژل شوي دي.  

شریک یي کړئ