Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پارلمان سولې بهیر کې په مستقیمه توګه شاملېدو لپاره کمېټه جوړه کړه

ولسي جرګې د سولې په مذاکراتو کې د شاملېدو لپاره، د ولسي جرګې د سولې کمېټې تر نامه لاندې یوه ۲۱ کسیزه کمېټه جوړه کړه.

دغې کمېټې چې ریاست یې د ولسي جرګې د رییس په غاړ دی خپل کار یې نن پیل کړ.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وايي چې د سولې په مذاکراتو کې د مذاکرې دواړه لوري واک ته د رسېدو لپاره هڅه کوي او د دغې کمېټې د رامنځته کېدو موخه هم دا ده چې دواړه لوري واقعي سولې ته د رسېدو لپاره وهڅوي.

هغه ټينګار وکړ چې د لنډمهالي حکومت یوه طرحه یې ترلاسه کړې ده، او له هغې هرکلی کوي، خو ټینګار کوي چې دا طرحه باید جامع شي:«له دې وروسته د افغانستان ولسي جرګه په نېغه توګه د سولې بهیر کې دخیله وي. د افغانستان ولسي جرګه دې دا پيدا کړي د سولې مذاکراتو کې چې هر لوری ناغېړي او پڅوالی کوي، کوم اړخ دی؟ هغه ادعاګانې چې دواړه لوري یې په یو بل لري چې ګواکې افغان حکومت سوله نه غواړي او یا هم طالبان؟ د ولسي جرګې د سولې پلاوی له دې باید پوه شي او د هغه په رڼا کې یوه جامع طرحه ترتیب کړي.»

ښاغلي رحماني زیاته کړه:«هغه طرحه چې ویل کېږي ګواکې امریکا او طالبانو د لنډمهالي حکومت د راوستو لپاره او یا هم د سولې لپاره وړاندیز کړې ده او دغه طرحه زموږ لاس ته راغلې ده. دا چې د هېواد د اوسني نظام او د ملي شورا د پایښت لپاره په هغه کې راغلي دي موږ له دغې طرحې هرکلی کوو، خو په دغې طرحه کې ډېرې ستونزې هم لیدل کېږي چې په هغه اړه باید خبرې وشي.»

د ولسي جرګې د سولې کمېټې د رییس له وینا وروسته د دې کمېټې کارونه سرې اعلان شول او د دې غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې دا کمېټه دې په لومړي سر کې له سیاستوالو سره سلامشورې وکړي او وروسته له دواړو مرکچي پلاویو سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړه شي.

د ولسي جرګې د سولې کمېټې ویاند عبدالرووف انعامي وویل:«هغه اجنډا چې تر یوې اوونۍ نیولې شوې، له بېلابېلو بنسټونو سره مذاکره ده چې په سر کې د ملي روغې جوړې عالي شورا ده چې دغه کمېټه د سولې له ټولو موردونو څخه پوهاوی ترلاسه کړي.»

د ولسي جرګې د سولې کمېټې ۲۱غړي د جرګې په عمومي غونډه کې له رای ګیرۍ وروسته وټاکل شول او ویل کېږي چې دا کمېټه به سر د دوشنبې له ورځې د هېواد له سیاستوالو او د مدني ټولنې له بنسټونو سره خپلې سلامشورې پېل کړي.

شریک یي کړئ