Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندز او ننګرهار کې پنځو افغان سرتېرو ژوند بایلود

د کندز ولایتي شورا غړې، فوزیه یفتلي دغه ولایت کې د طالبانو برید پایله کې د څلورو افغان سرتېرو له ژوند بایللو خبر ورکوي.

نوموړې وايي پېښه تېره شپه(دوشنبې د سلواغې په ۱۳مه نېټه) د کندز ښار لومړۍ حوزې سیمه کې شوې او درې سرتېري ټپيان دي.

همداراز د ننګرهار سیمه‌ییز مسوولین وايي د دغه ولایت سره‌رود ولسوالۍ کې د سرحدي لوا پر موټر چاودنه شوې چې پایله کې یې یوه سرتېري ژوند بایللی او دوه نور ټپيان دي.

بلخوا د یاد ولایت مسوولین همداراز وايي چې "دښمنانو" د دغه ولایت مومندرې ولسوالۍ کې د سوداګریزو زده کړو یوه انستیتیوت ته اور اچولی چې د یاد انستیتیوت دوې خونې او وسایل سوځېدلي دي.

دغه مسوولین زیاتوي چې د پېښې عاملینو د نیولو هڅې روانې دي.
 
شریک یي کړئ