ننګرهار کې د ناپېژانده وسلهوالو برید کې د دغه ولایت د عامه امنیت او سوداګرۍ دیوان قاضي ژوند بایلود.
د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې پېښه نن سهار (چهارشنبه د سلواغې په ۱۵مه نېټه) د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړونده سیمه کې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې څار لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې ادارې یا سیګر خپل وروستي راپور کې، افغانستان کې د هدفي بریدونو له زیاتوالي ویلي دي.
راپور کاږي:"د ۲۰۲۰ زیږدیز کال تېرو دوو میاشتو کې پنځو خبریالانو ژوند بایللی دی او د مدني ټولنې یو شمېر غړو افغانستان کې هدفي وژنو کې ژوند بایللی دی."
دا په داسې حال کې ده چې د طلوع نیوز د دوشنبې راپور ښیې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پنځه تنه په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي او دوه نور ټپیان شوي دي.