Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پنټاګون: افغانستان کې د امریکايي سرتېرو حضور شرایطو پورې تړلی دی

د روان زېږیز کال له مې میاشتې وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو احتمالي ټاکنه یو ځل بیا د امریکا د دفاع وزیر پر مېز اېښودل شوې ده.

د امریکا دفاع وزارت وايي، امریکايي ځواکونه به تر دې وروسته د افغانستان وضعیت ته په کتو له دغه هېواده ووځي.

د امریکا دفاع وزیر ویاند، جان کربي وايي:«‎دفاع وزیر هېڅ څېز نه تایید او نه یې هم ردوي. هغه د اړتیاو او ګواښونو څارونکی دی. موږ په پرلپسې توګه او آن تقریبا هره ورځ دغه اړتیاوې ارزوو. »

خو طالبان وروسته له یوې میاشتې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل د دوحې هوکړې خلاف بولي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی، سهیل شاهین څرګندوي:«که د ۱۴ میاشتو په موده کې له افغانستانه ووتل، مو هم هوکړې ته ژمن یوو، او که ونه وتل موږ هم هوکړه ارزوو.»

په همدې حال کې د امریکا دفاع وزارت زیاتوي چې، واشنګټن د افغانستان سولې بهیر ته ژمن دی.

جان کربي زیاتوي:«‎موږ په افغانستا کې یوې سیاسي حل لارې ته ژمن یو. داسې حل لاره چې پکې افغان حکومت هم شامل وي. هماغه ډول مو چې په وار وار ویلي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره ملاتړ کوو؛ څو دغې موخې ته ورسېږو. له ډېر وخت راهیسې پر دې باور یو چې، سیاسي حل لاره تر ټولو غوره لاره ده.»

له بل لوري سیګر وايي، له درېیو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي او طالبانو بیا دغه بریدونه د دوحې هوکړې تر پښو لاندې کول بللي دي.

د طالبانو د ډلې یو ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي:«هغه څه چې د دوحې هوکړې راغلي دي  دا چې امریکايي ځواکونه هوايي بریدونه نشي کولي، د داسې حالت په استثنا چې جګړه ګرمه وي.»

د افغانستان له پرېښودو مخکې جوبایډن داسې تعبیر کېږي چې، ګواکې جوبایډن په افغانستان کې دی. په داسې حال کې چې، د امرکیايي ځواکونو وتل موخه ده.

پاکستانی خبریال، طاهر خان په دې تړاو بیانوي:«پیل شوی جنجال دا دی چې د افغان پلاوي له طالبانو غوښتنه کړې ده چې تاسې هم دې نظام کې شامل شئ، خو طالبانو دا موضوع رد کړې ده.»

په دوحه کې د سولې خبرو له درېدو ۱۷ ورځې تېرېږي او لا تر اوسه هم روښانه نه ده چې، دغه خبرې به کله پیل شي.

شریک یي کړئ