Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اروپايي ټولنه: د ملکيانو خوندیتوب د اوربند په تمه نشي کېدی

ولسمشر غني د اروپایي ټولنې د بشري مرستو او د ناورین مدیریت مسوول، جینز لنارشیچ سره لیدنه کې وايي:«جګړه کې د ملکي کسانو خوندیتوب او نړیوالو قوانینو ته درناوی اوربند ته نشي په تمه کېدی.»

د دغې اتحادیې یوې خبرپاڼې کې نن(پنجشنبې د سلواغې په ۱۶مه نېټه) راغلي دي چې امنیت او بشرپاله مرستو ته لاسرسی د جوړجاړي قابل نه دي.

هغه همداراز د اروپايي ټولنې په استازیتوب هېواد کې د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه کړې ده.

لنارشیچ همداراز ویلي دي:«په افغانستان کې د جګړې لګښت ډېر دی او دا ملکي وګړو ته ترټولو زیات زیان اړوي. نن ورځ زما پیغام ډیر څرګند دی. د نړیوالو بشرپاله حقوقو له مخې باید د ملکي کسان ملاتړ ته ټول درناوی وکړي.»

نوموړي ټینګار وکړی چې اروپايي ټولنې تېرو دوو کلونو کې د افغانستان لپاره ۱۰۰ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي او روان زیږدیز کال کې به ۳۲ میلیونه یورو دغه هېواد ته ورکړي.

هغه کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د ولسمشرغني او د ملي پخلاینې عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله سره وکتل او سولې له بهیره یې د اروپايي ټولنې په ملاتړ ټینګار  وکړ.

هغه زیاته کړه چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه اندیښنه لري.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په وینا تېر زیږدیز کال کې وسله والو بریدونو کې له ۲ زرو ډېر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې مسوولیت یې کومې ډلې نه دی منلی.

لنارشیچ همداراز د اروپايي ټولنې په استازیتوب هېواد کې د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ