Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د راتلوونکي حکومت د څرنګوالي په هکله د سیاستوالو لیدلوري

ځينې سیاستوالان وايي چې د راتلوونکي حکومت په هکله یې یوه طرحه ترلاسه کړې ده.

سیاستوالان د دغې طرحې په هکله بېلابېل لیدلوري لري.

 له دې ډلې پخوانی جهادي مشر محمد اسماعیل خان وايي چې په دغې طرحه کې یوازې د امریکا او طالبانو لیدلوري ځای پر ځای کړل شوي له همدې امله دا طرحه ټول ګډونه نه ده:«زما له انده دا طرحه تر ډېره طالبانو ته د امتیاز ورکړه ده چې حکومت پنځوس، پنځوس داسې ووېشل شي چې له افغان حکومت سره یې ووېشي، په داسې حال کې چې د افغانستان د پېښې اصلي لوري په جریان کې نه دي.»

خو د اسلامي جمعیت مرستیال د یوه لنډمهالي حکومت  رامنځته کېدل یوه له مناسبو حل لارو ګڼي .
                
د اسلامي جمعیت مرستیال احمد ضیا مسعود  وايي:«په هېواد کې یوازینۍ سیاسي حل لار د لنډمهالي حکومت او یا هم د سرپرست، یا د ملي پخلاینې حکومت دی اشرف غني د دې لپاره چې په واک کې پاتې شي د سولې مخالف دی.»

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د لنډ مهالي حکومت رامنځته کېدل یا هر بل غوراوی د منلو وړ نه دی.
                
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وویل:«لنډمهالی یا سرپرست یا هر بل ډول حکومت د منلو وړ نه دی.» 

اوس مهال پوښتنه دا ده چې آیا طالبان ټاکنې مني او یا د زعیم د ټاکلو لپاره د حل او عقد پر تګلارې باوري دي؟
                     
پخوانی طالب قومندان سید اکبر آغا څرګندوی:«دا په مذاکراتو کې له هوکړې وروسته په دواړو پلاویو پورې اړه لري.» 

خو د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی په دې باور دی چې په اساسي قانون کې مهم ارزښتونه د بدلون وړ نه دي.
 
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي:«کسیزې ازادۍ، د رسنیو ازادۍ، په اساسي قانون کې د مساوۍ اصل، د ښځو سیاسي ګډون، د ولسواکۍ اصل، له هغو اصولو دي چې د هغوی ارزښتونه باید د اساسي قانون په هر ډول تعدیل کې وساتل شي.»

په دوحه کې د مذاکراتو له درېدو یوویشت ورځې تېرېږي. د سولې له مذاکراتو با خبره سرچینې وایي چې په دوحه کې د سولې د مذاکرات د درېدو یو لامل د راتلونکي نظام د جوړېدو د څرنګوالي په تړاو د دواړو لوریو ترمنځ د نظرونو توپېر دی.

شریک یي کړئ