Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې بې وزلي؛ په سلګونه تنو په تور بازار کې خپل بډوډي پلورلي

په هرات ولایت کې بې وزلي او فقر د دې لامل شوی دی چې په دغه ولایت کې په سلګونه تنه چې ډېری یې بې ځایه شوي دي، خپل بډوډي یا پښتورګي، د بډوډو پلور پېر په تور بازار کې بولۍ ته کېږدي.

د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د یوه کلي په سلګونه اوسېدونکي چې د یو بل خپلوان دي، وايي چې د بې وزلۍ او بې کارۍ له امله خپل پښتورګي پلوري دي. د دوی په منځ کې ځينې ماشومان او ښځې هم لیدل کېږي.

د دې سربېره چې په ناقانونه توګه د بدن د غړو پېر او پلور جرم دی خو په هرات ښار کې د بډوډو پېر او پلور او په روغتونونو کې د هغوی پیوندول په یوه تجارت بدل شوی دی.

د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ شپږ تنه غړي چې د بادغیس ولایت د جګړې بې ځایه شوي دي وايي چې هر یوه یې خپل بډوډي د ۳۰۰ زره افغانیو په بدل کې پلوري دي.

د بادغیس اوسېدونکی غلام نبي وايي:«خپل پښتورګی مې د اړې له امله وپلوره. زموږ اقتصاد ډېر خراب دی. په هرات او زموږ په خپل ولایت بادغیس کې کار نه و او څو ځله ایران ته هم ولاړو خو بریالي نه شوو او موږ وروڼه هېواد ته راستانه کړل شوو. دا چې قاچاقي ایران ته تللي وو، د قاچاق وړونکو پوروړي وو او اړ شوو د پیسو د پیدا کولو لپاره خپل بډوډي وپلورو.»

د غلام نبي ورور عبدالغني چې له خپل ورور څخه یې یو کال وروسته خپل بډوډی پلوری دی وايي:«دا چې خپل بډوډي مو وپلورل پښېمانه یوو. لکه څنګه چې په تېر کې مو دوه بډوډي لرل اوس هغسې نه یوو، اوس ډېر توپیر لرو او نیمايي شوو. له بیل سره کار نه شو کولای، پلی تګ نه شو کولای او حتا ورځني کارونه نه شو کولای.»

د هرات د انجیل ولسوالۍ د سه شنبې بازار کلي اوسېدونکي وایي په وروستیو پنځو کلونو کې د دغه کلي څه باندې سلو تنو اوسېدونکو خپل بډوډي پلورلي دي. د دغه کلي اوسېدونکي د جګړو له امله بې ځایه شوي دي او د هغوی په ډله کې اوه کلن او دولس کلن دوه ماشومان هم لیدل کېږي چې خپل بډوډي یې پلورلي دي.

په هرات کې د لقمان حکیم روغتون د هېواد په کچه د بډوډو د پیوند لومړنی روغتون دی او د سه شنبې بازار کلي د ټولو اوسېدونکو د بډوډيو یا پښتورګو پیوند په همدغه روغتون کې شوی دی.

 د دغه روغتون مسوولان وایي چې دلته د بډوډو پیوند په قانوني ډول او د بډوډو ورکوونکو ته د پیسو له ورکړې پرته ترسره کېږي.
 
هرات کې د لقمان حکیم روغتون رییس داکتر فرید احمد عجاز څرګندوي:«له قانوني پلوه د پښتورګو د عملیات لپاره نه یوازې په افغانستان کې بلکې په هېڅ هېواد کې محدودیت نشته او کابو ۶۰ کاله کېږي چې د بډوډو پیوند ترسره کېږي. د بډوډو پېر او پلور په بشپړه توګه ردوو او موږ د دغه کار په جریان کې نه یوو.»

د عامې ورغتیا وزارت وایي چې د بډوډو پېر او پلور ناقانونه دی او یوازې د کورنۍ غړي خپل بډوډي خپلو خپلوانو ته ورکولای شي. 

دا وزارت په هرات ښار کې د پښتورګو د پېر او پلور په تړاو پر جدي څېړنو ټینګار کوي.
 
د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري وايي:«د هغې مقررې پر بنسټ چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت جوړه کړې ده  د کورنۍ له غړو پرته هېڅوک نه شي کولای خپل بډوډي ورکړي یا واخلي.»

د تایید شویو شمېرو له مخې له پنځو کلونو په کمه موده کې په هرات کې له زرو  ډېر بډوډي پلورل شوي دي.

شریک یي کړئ