Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې چاودنې د څلورو سرتېرو ژوند واخیست

هرات کې د عامه ساتنې پولیسو پر موټر چاودنې د څلورو سرتېرو ژوند واخیست او بل یې ټپي کړ.

د هرات والي، سیدوحید قتالي، وايي پېښه نن سهار(سې شنبې د سلواغې په ۲۱مه نېټه) د هرات ـ اسلام کلا پر لویه لار د طالبانو لخوا د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له کبله شوې ده.

د هرات والي وايي پېښه په داسې حال کې شوې ده چې دغه امنیتي سرتېري سیمه کې د ګزمې په حال کې وو او په ده سرخ سیمه کې پرې چاودنه شوې.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې یوه امنیتي سرچینه د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ کې د طالبانو برید پایله کې د سیمه ییزو پاڅونکوونکو د قومندان، غلام عباس له وژل کېدو خبر ورکوي.

یاده سرچینه وايي دغه برید کې پنځه تنه پاڅونکوونکي ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ